(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۶، شنبه)
نن د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د افغان سولې او امنيتي – اقتصادي همکاريو په موخه د چين، پاکستان او افغانستان درې اړخيزه غونډه کيږي.
په یاده غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ګډون لري.
د پاکستان د بهرنيو چار وزارت رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، دغه درې اړخيزه غونډه د سياسي اړيکو، د افغان سولې، اقتصادي او امنیتي همکاريو په موخه ترسره کيږي.
د دغه درې اړخيزو ناستو د لړۍ لومړۍ غونډه په ۲۰۱۷م کال کې په بيجنګ کې شوې وه، دوهمه يې تير کال په کابل کې او درېيمه غونډه يې نن په اسلام اباد کې ترسره کيږي.
ويل کيږي، په ننۍ غونډه کې به د تيرو غونډو د ژمنو ارزونه کيږي او د اړيکو پر لا ښه کيدو به خبرې کيږي.


















