طالبان: که رسنۍ له نني برید عبرت وانخلي، تل به مو تر هدف لاندې وي

کابل ټکی کام ۳۰مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو میاشتې وړاندې د طالبانو د نظامي کمیسون له لوري په خپور کړي ګواښ لیک کې طلوع او یک ټلویزیونونه خپل نظامي اهداف اعلان کړي وو.
نن ماښام ۵:۱۰ په کابل کې د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر برید تر سره شو، چې طالبانو يې پړه ومنله.
طالبانو خپل بریدګر د کابل ولایت یو زدکوونکی د فریدالله په نوم یاد کړی دی.
په پیغام کې راغلي دي چې یاد کاسټر به هره ورځ د طلوع د دستګاه له ۳۰ زیات کارکوونکي له وزیر اکبر خان څخه د ښار لویدیځ لور ته انتقالول.
طالبان ادعاء کوي چې یاد کاسټر له ډېره وخته د دوی د «استشهادي کنډک د کشفي ګروپ» تر کلک تعقیب لاندې وو، دوی داسې موقع غوښتله تر څو له عامو خلکو څخه په یوه خالي ځای کې برید ترسره کړي.
پیغام لاندې کاږي، «الحمدلله نن دغه بريد د لوی الله جل جلاله په ځانګړي نصرت او د طلوع د استخباراتي کارمندانو له لوري د ځورول شوو مسلمانانو د دعاؤ په برکت په برياليتوب سره سرته ورسيد.»
پیغام کې دعوه شوې چې یاد کاسټر موټر په ټولیزه توګه تخریب شوی، او پکې ناست ټول د طلوع ټلویزیون کارکوونکي وژل شوي دي.
په پیغام کې راغلي دي چې پر طلوع ټلویزیون یاد برید د دوی له اسلام سره سر سخته دښمني، پر اصیلو او غیورو افغانانو او د هغوی پر اسلامي فرهنګ او عنعناتو د ملنډو وهلو، د کندز د درنو ښاریانو د تحقیر او سپکاوي او د دوی پر جنګیالیو پورې له دروغو د ډکو تورونو تړلو انتقام وو.
په پیغام کې له ګواښ وروسته د برید د ځنډ علت دا ښودل شوی چې یادو رسنیو ته یې مهلت ور کاوو، تر څو له اسلام او افغانانو له دښمنۍ لاس واخلي، «خو دوی خپل خباثت ته په هماغه ډول دوام ورکړ، چې دا دی زمونږ تر برید لاندې راغلل.»
پیغام زیاتوي، که دوی له یاد برید وروسته هم خپل «خباثت» ته دوام ور کړي، نو بیا بیا به د برید هدف وګرځي.
دوی طلوع ټلویزیون په ځانګړي توګه مخاطب کړی دی، تر څو له افغان مجاهد ولس، د اسلامي امارت له مجاهدینو، د کندز له ښاریانو څخه دې بښنه وغواړي، او د فساد له خپرولو څخه دې توبه وباسي.
په پیغام کې راغلي، هغه رسنۍ دې ډاډمنې اوسي چې خپرونې یې د اسلام او افغانستان په خلاف نه وي، او هغه رسنۍ دې له یاد برید څخه عبرت واخلي کومې چې د رسنیو تر نامه لاندې د اشغالګرو په خدمت کې خپلې خپرونې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button