تبصره ـ بدرمنهاج
د کفارو نظامي جګړه زموږ ځمکنۍ پولې تر بريد لاندې نيسي او زموږ خاورې اشغالوي ، يو وخت له جهاد او قتال وروسته موږ بريالي کېږو او دوی له خپلې خاورې باسو ، د دوی کوم خاص اغيز چې زموږ د خاورې اصليت بدل کړي ، زموږ پر خاوره نه پاتې کيږي.
خو د کفارو فکري جګړه زموږ عقيدوي پولې تر بريد لاندې نيسي او زموږ فکرونه اشغالوي ، موږ که بريالي هم شو بيا هم پيړيو وخت ته ضرورت لرو چې دغه فکري اشغال له منځه يوسو او متضرر شوی نسل ترې خوندي کړو ، نو ځکه د اسلام د لارې د داعيانو او د جهاد د لويانو پام بايد د کفارو په فکري اشغال باندې راټول وي او په وړاندې يې پياوړی فکري او نظامي دفاعي سپر جوړ کړي.
څرنګه چې فکري جګړه په حقيقت کې استخباراتي جګړه ده نو ځکه پرمختللې کفري نړۍ د نورو استخباراتي فعاليتونو په څېر خپله فکري جګړه هم د داسې پوششونو تر چتر لاندې مخته وړي چې ظاهراً خلک پرې تيروزي او خونديتوب يې تضمين کړي.
په افغانستان کې رسنۍ چې د افغانانو له اړتياؤ زښتې زياتې دي د امريکا په مشرولۍ د صليبي ټلوالې د بيلابيلو هيوادونو له لوري د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانانو د جهادي خوځښت د تخريب لپاره فکري جګړه کوي.
دغه رسنۍ له بيلابيلو تکتيکونو څخه په استفادې زموږ عقيده او زموږ اصيل افغاني فرهنګ تر بريد لاندې نيسي ، د جهاد او استشهاد په اړه شکونه او بې باوري پيدا کوي ، د صليبيانو اشغال او د صليبيانو د دوستانو ملي ، تاريخي خيانتونه توجيه کوي.
طلوع او يک چې زياتره کارکونکي يې سرسخت سيکولران ، ستميان ، افغان ملتيان او دهريان يا کمونستان دي ، د صليب د فکري جګړې مخکښان دي.
- د دوی ډېرې برنامې د اسلام او اصلي افغانيت ضد دي.
- ځوانان فحشاء او بې دينۍ ته وربولي.
- دصليبيانو او د دوی د لاسپوڅي نظام په وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان د شهيد پرور ولس د جهادي پاڅون تخريب ته يې ملا تړلې .
- د اشغال په ګټه حقايق تحريفوي .
- په دې وروستيو کې کله چې طالبانو د کندز ښار ونيوه په طالبانو يې ډير له دروغو ډک تورونه پورې کړل ، طالبانو ته يې سپکاوی وکړ او د کندز درنو ښاريانو ته يې هم ډير زيات سپکاوی وکړ.
له همدې امله طالبان دې ته اړ شول چې د دوی په ضد پريکنده تصميم ونيسي او په بريدونو يې وګواښي.
لکه څنګه چې طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ورته اشاره کړې طلوع له هغه تأخير څخه چې طالبانو د خپل اخطار په پلي کولو کې له ځانه وښود هېڅ استفاده ونکړه .
طلوع او يک که واقعاً رښتونې رسنۍ وای او د پرديو استخباراتو دستګاوې نه وای نو دوی بايد له دغه تأخير څخه استفاده کړې وای ، له طالبانو سره يې مذاکرات کړي وای ، له طالبانو او د کندز له ښاريانو څخه يې بښنه غوښتې وای ، له خپلو برنامو څخه يې اسلام ضد او افغانستان ضد خپرونې لرې کړې وای او ژمنه يې کړې وای چې تير به هيروي او په راتلونکي کې به سالم رسنيز فعاليت کوي.
خو طلوع او يک چې د اشغالګرو له لوري تمويليږي او د اشغالګرو د استخباراتو د فکري جنګ ماشينونه دي ، د طالبانو اخطار ته يې کومه اعتناء ونکړه او طالبان چې کله يې هم چاته له دروغو څخه ډکې لافې ندي وهلي او نه يې کوم اخطار له عملي کيدو پريښی په نهايت کې يې په طلوع نن د چهارشنبې په ورځ بريد ترسره کړ ، د طلوع لسګونه تنه تکړه تخنيکي کارکونکي يې مړه او ټپيان کړل.
د فکري جګړې په ضد د طالبانو دغه پريکنده اقدام به د افغانستان د ډيری وګړو د خوښۍ سبب وګرځي.
ما چې د ټولنيزو شبکو د کاروونکو کوم له پيرزوينې ډک احساسات د دې بريد په اړه وليدل او د دې بريد ستاينې مې له نظره تيرې کړې بيخي کمسارې وې.
د دغه بريد په اړه د افغانانو له احساساتو څخه دا جوتيږي چې افغانان چې په دين مين او آزادي خوښونکي خلک دي څومره د کفارو له فکري جګړې سره د مبارزې اړتيا احساسوي او څومره ترې متضرر شويدي.


















