پاکستاني طالبان وايي، د چارسدې برید کې لاس نلري

کابل ټکی کام ۰۱سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ چهارشنبه د پاکستان هېواد د خیبر پختونخوا صوبې په چارسده کې پر پاچا خان نومې پوهنتون باندې د نا مالومو بریدګرو له لورې برید ترسره شو، چې له امله یې ۲۰تنه ووژل شول، او په لسګونه نور ټپيان شول.
داسې انګېرېدله چې برید دې پاکستاني طالبانو ترسره کړی وي، خو له برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته د چارسدې پر پاچا خان پوهنتون برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دغه برید د دوی جنګیالیو پورې اړه نه لري.
له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه له رسنیو سره د یاد برید په اړه مالومات شریک کړي دي، وايي له بریدګرو سره افغان سیم کارټونه موندل شوي دي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
باجوه ویلي، یو بریدګر چې وژل شوی نه وو، له افغانستان نه ورته زنګونه راتلل.
باجوه همدا راز وايي، په مناسب وخت کې به ټول مالومات له رسنیو سره شریک کړي.



