کابل ټکی کام ۰۱سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د رسا خبري آژانس د خبر پر اساس، د امریکا ویسکانسین ایالت کې د یوې صنعتي کارخانې څخه لږ تر لږه ۵۰کارکوونکي له دې کبله چې لمونځ یې کاوو، د له دندې ګوښه کړل شوي دي.
خبر وايي، یادو کارکوونکو ته د کارخانې د مسئولانو له لوري د لمونځ کولو اجازه نه ور کول کېده، خو دوی هم د اسلامي وجیبې له کبله خپل لمونځ نه پرېښودو، چې په پایله کې یې له دندې ګوښه کړل شول.
د ویسکانسین یوه بله آرینز نومې کارخانه کې چې پخوا به مسلمان کارکوونکي لمانځه ته پخپل وخت پرېښودل کېدل، اوسمهال مسلمان کارکوونکو ته ویل شوي چې د دمې لپاره په ټاکل شوي وخت کې دې لمونځ کوي.
په امریکا کې د اسلام او امریکې د اړیکو په نوم د مسلمانانو د ښاریزو حقوقو یوې سترې ادارې له آرینز کارخانې له مسئولانو څخه غوښتي، تر څو مسلمان کار کوونکي پخپل وخت د تېر په شان لمونځ ته دې پرېښودل شي.
د یادولو ده چې د تېر کال را پدېخوا په امریکا او اروپا کې اسلام ضد کړیو په ښکاره ډول د مسلمانانو مقدسات توهینوي او حتی د دوی جوماتونه په اور سوځوي.


















