امریکایي ولسمشر؛ له خپل ایراني سیال سره لیدنې ته چمتو والی ښودلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره دتهران او واشنګټن تر منځ د راولاړو شویو کړکېچونو د هواري لپاره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.
ټرمپ ویلي چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدنې ته چمتو دی او له نوموړي سره مخامخ لیدنه کې هیڅ ستونزه نه لري.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې که د ایران ولسمشر حسن روحاني وغواړي له ده سره وویني، دی چمتو دی ورسره مخامخ لیده کاته وکړي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې روحاني وړاندې تر دې ویلي وو چې امریکا سره تر هغه وخته پورې خبرې نه کوي څو چې یاد هېواد پر ایران ټول سوداګریز بندیزونه نه وي لرې کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ډونالډ ټرمپ ویلي وو، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو حل یې مخامخ خبرې بللې وې.
دا کړکېچ وروسته له هغه رامنځته سو چې امریکا ایران له نړیوال اتومي تړون څخه په سر غړاوي تورن کړ، اویوشمېر اقتصادي بندیزونه یې پرې وضعه کړل.



