تکتیکی شاتګ که له شرمه ډکه ماتی

ډاکټر یوسف اکبری

د افغانستان جګړې ترمپ د جنون مرحلې ته ورنږدې کړی، نه پوهیږي څه وکړي او په څه ډول له دغې جګړې ځان خلاص کړي، اتلس کاله یې جګړه وکړه خو پوه شو چې هیڅ یې ترلاسه نکړل پرته له دې چې ووژل شو تاواني شو او له شرم سره مخ شو، یوولس میاشتی یې طالبانو سره مذاکرات وکړل خو پوه شو چې هیڅ نشي ترلاسه کولای، نو زر یې له مذاکراتو هم تیښته وکړه، اوس یې د پخوا په څیر کله لافو شاپو ته لاس اچوي او وایی چې پر طالبانو جګړه سخته کړه، حال دا چې خپل ټول زور یې ازمایلی، کله بیا وایی له مذکراتو پرته خپل سرتیري باسي.
د ټرمپ دغه جنوني حالت چې تحلیل شي جوتیږي چې له سړی لار ورکه ده، زړه نازړه دی، هغه د عوامو په اصطلاح هم یی زړه کیږي هم ساړه، که په جنګ کې بوخت پاتی شي هم د طالبانو له مرګونو ګوزارونو ویریږي که مذاکرات کوي هم د طالبانو پر وړاندې هسي منطق نلري چې له ملامتۍ ځان خلاص کړي او که بې مذاکراتو ووځي هم د یولسم ستمبر په څیر له پیښو آن په امریکا کې ویریږي، که امریکا اوس هر لوري ته اوړي او راوړي نو نړیوال پوهیږي چې امریکا ماته ده او نور یې هیڅ پر وس پوره نه دی پرته له دی چې سترګي پټی کړي او یوه خپله او دوه پردۍ کړي او د افغانستان د سریښو له ډنډه ځان وباسي.
ټرمپ یې یو څه وایی، دفاع وزیر یی بل څه وایی، کانګرس یې بل څه وایی او نور ارګانونه یې نور څه وایی، چې دا د خدای تعالی د هغه قهر او غضب نښي نښاني دي چې په غیبي توګه پری الله تعالی نازلې کړي، او لا یې ګوره.
امریکا دې حقیقت ته فکر نه کوي چې طالبان څنګه په تش لاس کولای شي چې د امریکا + د اشرف غني اداره + 40 د امریکا سره متحد هیوادونه ناټو، چې ټول په عصري سپکو او درنو وسلو سمبال دي ډول ډول عصري شوبلې په واک کې لاري د افغانستان ځمکه او فضا د دوی په لاس کې ده، د سیلاب په څیر مالي مصارف په واک کې لري، خو بیا هم طالب کله تری د درقد ولسوالي نیولی وی کله د قلعه ینګی، که د فراه په ښار ورننوځي که د کندز په ښار، کله په بغلان کې له پوستو او ولسوالیو ګردونه پورته کوي او کله د کابل ښار په زړه کې د امریکا تر ټولو برجسته فوځیان د جهنم کندې ته استوي.
که دا هر څه د خدای مرسته نه وي نو نور به څه وي، طالب په تش لاس هیڅ ډول ویره نه محسوسوي خو ټرمپ آن په امریکا کې ویریږي، طالب پر ولسوالۍ برید کوي هیڅ ویره نه محسوسوي خو د ولسوالۍ ټول پرسونل یا وژل کیږي او یا تښتي بیا د دې لپاره چې خپل ټر په پر پټ کړي وایی عقب نشیني مو وکړه. حال دا چې غاښ ماتوونکي ماتې یې خوړلې وي. حال دا چې دې ټولو حقایقو ته په کتلو سره هر د عقل څښتن پوهیږي چې امریکا او باداران یې له سختې ماتې سره مخ دی نه دا چې شاتګ یې کړی او یا نور.
ټرمپ چی د مذاکراتو بندولو اعلان وکړ دا په اصل کی په مذاکراتو کی شرمیدلی ماتی وه لکه د اشرف غنی اداری ولسوالۍ چی ماتی وخوری نو بیا د تخنیکی شاتګ نوم ورکړی

مربوطه مطالب

Back to top button