ټرمپ ولي له مذاکراتي پروسې پرشا سو؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
وړمه ورځ امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناببره ډول د یوه ټویټ په وسیله د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شوي مذاکرات متوقف اعلان کړل.
که څه هم چې ټرمپ په دغسي متناقضو ټیوټونو کې دومره مشهور دی چې خپله امریکایان ورباندې بي باوره او هغوی یې د ټویټونو په اړه جالبې کیسې لري.
په تیر جنوري کې د لاس انجلس ایالت (۲۶) کلن سام موریسون (Sam Morrison) نومي امریکايي چې د تجارتي اعلاناتو په برخه کې کار کوي د ټرمپ له ضدو نقیض ټویټونه څخه چپلکې جوړې کړې او په هره چپلکه یې د ټرمپ هغه ټویټونه لګولي چې یو د بل ضد دي.
نوموړی بیزنس انسایدر (Business Insider) سوداګرزې رسنۍ ته ویلي چې ځکه یې دا کار وکړ چې له یوې خوا امریکایانو ته د ټرمپ منافقت او له بلې خوا د همدغو ټویټې چپلکو په وسیله پیسې تر لاسه کړي.
سام مورسن دا هم ویلي چې د ټرمپ د ټویټونو لپاره یې د چپلکو انتخاب په دې خاطر وکړ چې امریکايي ولس ته د ټرمپ د دغه ډول ټویټونو بي اهمیتي وروښيي.
په افغانستان کې د ټرمپ د ټیټونو انعکاس
خو په افغانستان کې بیا د امریکا برعکس د هغو کسانو په منځ کې چې په افغانستان کې د امریکايي شتون پلویان دی له طالبانو سره د مذاکرتو ځنډولو په اړه د ټرمپ ټویټونو انعکاس ډیر متفاوت و ، تر دې چې ځینو تلویزوني رسنیو ورباندې خاص تحلیلي پروګرامونه جوړ کړل او ډیرو ورباندې ځانګړې مقالې خپرې کړي.
په تبلیغاتي لحاظ تر ټولو زیاته ګټه ورڅخه ګډ حکومت واخیسته چې هغه یې د سوله ییزې پروسې د ناکامي او ټاکنیزې هغې د بریالیتوب لامل وګاڼه.
طالب چارواکي د احضارولو پر سیاست باور نه لري.
ټرمپ په داسې حال کې له طالب چارواکو سره په کامپ ډویډ کې خپل ملاقات او مذاکرات لغو اعلان کړل چې اصلا طالب چارواکو کامپ ډیویډ ته ورتلل له پیله منلي نه و.
طالبانو دغه وضاحت په خپلې هغې اعلاميې کې کړی کومه چې یې د ټرمپ د ټویټ په غبرګون کې صادره کړې او هلته یې داسې ویلي:
(( د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه ، موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و.))
طالبان ځکه د هوکړې تر لاسلیکولو وړاندې کامپ ډیویډ ته ورتلو ته نه وو تیار چې هلته ورتګ یې یو دیپلوماتیک ورتګ نه ؛ بلکې د ولسمشرغني د ورتګ په څیر یو اجباري احضار ګاڼه چې طالبان کله هم پر دغسي احضاري سفرونو باور نه لري او نه یې تر سره کولو ته زړه ښه کوي.
د ټرمپ د پرشا کیدو اصلي لامل څه و؟!
له طالبانو سره د مذاکراتي پروسې پر سر له پیله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ، سپینې ماڼې ، پنټاګان او سي.آی.اي ترمنځ اختلاف و.
د پنټاګان پوځي جنرالان او سي آی اي چارواکي په داسي ډول له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پلوي نه وو چې په هغه کې دې طالبان برلاسی ښکاره شي.
پلوي څه چې عملا یې دا کار د امریکا د ګټو خلاف ګاڼه ، تر دې چې د ګانګریس ځینو غړيو له طالبانو سره د کیدونکې هوکړې د جزئیاتو د وضاحت لپاره کانګریس ته د زلمي خلیلزاد، د احضارولو غوښتونه کوله.
ټرمپ له یوې خوا چې غواړي د سپتمبر په را رسیدو سره د سپتمبر د پیښې د انتقام په پلمه د امریکا د پیل کړې ۱۹ کلنې جګړې د پایته رسولو اتل وښيي او له بلې خوا هغه دوه تنه د امریکايي پوهنتون استادان چې له تیرو دریو کلونو راهیسې د طالبانو په اسارت کې دې له هغوی څخه خلاص کړي.
کیون کینک امریکایی او تیموتی ویکس استرالیایی استادان دي چې د ۲۰۱۶ کال په اګست کې طالبانو د کابل ښار له زړه څخه یرغمل او تر اوسه پوري یې له ځان سره خوندې ساتلي دي.
خو د ټرمپ دا هیله هغه وخت له ناهیلې سره مخ شوه چې کله لوړ پوړو امریکايي جنرالانو، سناتورانو، او حتی د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن د ټرمپ د تصمیم مخالفت وکړ . د دې ترڅنګ ټرمپ ته له طالبانو سره د ترسره کیدونکي مذاکراتي هوکړې د رسیدو په وخت کې طالبانو د کابل ښار پر ګرین ولیج او همدا راز د سي،آی ،اي پر لوړ پوړو چارواکو برید وکړ چې په نتیجه کې یې امریکايان سخت متضرر او له امله یې ټرمپ له طالبانو سره مذاکراتي پروسه وځنډوله.
ایا په دې سره مذاکراتي پروسه بیرته صفري نقطې ته وګرځیده؟
اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ طی شوې لس میاشتنۍ مذاکراتي پروسه د ټرمپ په یاد ټویټ سره بیرته صفر ته ګرځیدلې او که فقط د هغې د نهم پړاو پایلې چې د هوکړې لاسلیکول دي ځنډول شوي؟!
طالبانو ته د نیږدي سرچینو په حواله د زلمي خلیلزاد له قوله ویل شوي چې د ټرمپ د توقف تصمیم د یوې اشتباه له مخې رامنځته شوی چې واشنګټن ته د نوموړي په رسیدو او د اشتباه په رفع کیدو سره به مذاکراتي پروسه بیرته عادي حالت ته را وګرځي.
ځکه یاده پروسه یواځې د خلیلزاد له لوري نه ؛ بلکې په هغې کې د خلیلزاد ترڅنګ د پنټاګان، سي ، آی ،اي، کانګریس او سپینې ماڼۍ باصلاحیته چارواکو هم ګډون درلود چې د هغوی ټولو له نظر پرته یواځې د ټرمپ عادي ټویټ د امریکا د نافذه قوانینو له مخې تنفیذي الزامیت نشي لرلی.
د مذاکرتو له ځنډولو څخه څوک متضرر کیږي؟!
دا پوښتنه هم له امریکايي ولس ، هم له نړیوالې ټولنې او هم له افغانانو سره مطرح ده چې د مذاکراتي پروسې د ځنډ امله به اصلي متضرر څوک وي امریکایان که افغان ولس؟
دا چې ټرمپ د توقف لامل یواځې د یوه امریکايي وژل ګڼي نو د هغې جګړې کومه چې تر اوسه ورکې تر ۳۲۰۰ زیات امریکایان وژل شوي او ۲۰۵۰۰ ژوبل شوي ، مزید دوام به نور څومره امریکایان ووژني؟ په تیره چې اوس په افغانستان کې ډیر بهرني جنګیالي امریکايي پوځیان دي.
په دې سره ویلای شو چې د مذاکراتي پروسې له ځنډ څخه به څومره چې افغانان متضرر دي په هماغه کچه به امریکایان هم متضرر وي.
طالبانو هم د مذاکراتو د توقف په غبرګون کې همدا خبره د یوه مضمر ګواښ په ډول په خپلې اعلامیې کې ځای کړې او امریکایانو ته یې ور په غوږ کړې چې په افغانستان کې ستاسې د جګړې مزید دوام به ستاسې لپاره د مزیدو ځان



