پروان: پر بګرام هوايي اډې توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۰، چهارشنبه)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بریدونه شوي چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته څېرمه لګېدلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد تيره شپه د طالبانو له خوا شوی زياتوي “تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لویه ځاله ده، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي.”

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبان نږدې هره اووه نۍ د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتي تلفات نه په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button