غزني: ګډو ځواکونو د دوو ملا امامانو په شمول پنځه ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۰، چهارشنبه)

د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په دیسي سيمه کې ترسره شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې دوه کورونه، دوه مسجدونه ویجاړ شوي او د پلټنو پر مهال يې د خلکو قیمتي مالونه او پيسې هم له ځان سره وړي دي.

په عملياتو کې د یادې سيمې د دوو ملا امامانو په شمول پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د غزني ولايتي چارواکي په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

څو ورځې مخکې هم بهرنيو ځواکونو د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد کړی و چې پر مهال يې اوووه تنه وژل شوي و.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو او چاپو کې تر ډيره ملکي خلک هدف ګرځي خو بشري ټولنې او چارواکي يې په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button