محمود قريشي: ښايي د پاکستان او هند تر منځ تصادفي جګړه رامنځته شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۱، پنج شنبه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي خبرداری ورکړی چې ښايي د پاکستان او هند تر منځ تصادفي جګړه رامنځته شي.

شاه محمود قريشي په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا په ناسته کې یادې څرګندونې کړي دي.

نوموړي ويلي، په کشمير کې روان وضعيت د پاکستان او هند تر منځ تصادفي جګړه پېښولای شي او د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرې مېشل بجليسټ څخه يې د کشمير د ليدنې غوښتنه کړې ده.

هند کشمير ته ورکړل شوې خودمختاري ختمه او هندي کشمير ته يې لسګونه زره پوځيان وليږل او پر سياستوالو يې بنديزونه ولګول چې له هماغې راهيسې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې ترینګلې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button