پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

نه حساب ورکولای شې نه یې غوښتلای شې ، ته له ملت کرکه لرې او ملت له تا کرکه لرې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 12, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
753
ځلې شریک شوی
202
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري

د ټېلیفون د کرېډېټ کارتونو غلا مو دربښلې دهغی عواید چیرته لاړه ؛ د آغلې رولاغني د پروموټ او غیر پروموټ د یوې روپۍ حساب هم درنه نه غواړو؛ د خطیب العالمي شرکت پنځه کلن ټول قردادونه دې هم ستا د لمسیانو او کړوسیانو ژوند در جوړ کړي؛ د تدارکاتو د کمېټې د مشرۍ پینځه کلن فساد دې هم د ولسمشرۍ امتیاز شه؛ دا چې په سلګونو میلیونه ډالر دې د ارګ حمایوي ادارې ته د تصویب شوې بودجې پر خلاف ولېږدول او د تدارکاتي پروسې میکانیزم نه دې هم استثناء کړل، پروا نلري؛ کېدای شي د کمپاین درې سوه میلیونه ډالرو دې کفایت نه کاوۀ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د واحدې منبع ټولو قردادونو نه دې هم درتېر یو چې د فساد بویونه یې دماغ سوزوي.

هغه پیسې دې هم ستا د غلو سر وخوري چې د ځینو نورو له خوا پي ټي اېم سره مرسته شوې وې او هلته په ارګ کې غلا شوې، ترکیه کې پرې کورونه واخېستل شول.

مګر؛

– آیا د جوازخان د هغه همت تاوان ورکولای شې چې په تېرو ټاکنو کې یې د خپلې ځوانیمرګې لور جنازه پټه وساتله، د دې لپاره چې ستا په رایو کې کمی رانه شي؟! ایا هغه هر څه دې معامله نه کړل؟ د اساسي قانون پر سر دې معامله ونه کړه؟!

– د ټولې خاموشۍ او غلامۍ نه دې در تېر یو. خیر، هغه سکوت خو استاد سیاف هم کړی دی، خو؛ د وطن په سینه چې د بمونو مور وآزمایل شوه، ته دې د هغه هرکلي حساب راکولای شې؟

– ته دومره راته ووایه! آیا ستا دا ټوله پاچاهي د هغو دنګو ځوانیو د یوه تار وېښته ارزښت هم درلود چې تا یوازې څلورو کلونو کې ۴۵۰۰۰ اور ته واچول او بیا دې حتی د شهید کلمه هم ورته ونه کاروله؟!

– ته به په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې د هغو ټپیانو حساب راکړې چې ستا ملګرو پرې بمونه واچول او ویې وژل؟ حتی ستا بهرنیو ملګرو کې دومره وجدان پیدا شو چې بښنه یې وغوښته، مګر تا تر پایه ترورېستان وبلل.

– ته به د وطن د کوم ماشوم، ښځې، ځوان، زاړه حساب راکړې چې یا ستا یا دې د متحد بمبارۍ کې ووژل شول؛ د کندز؟ د کنړ؟ د زرمت؟ د غزني؟ د بغلان؟ د ارزګان؟ د کوم یوه حساب راکولای شې؟

– د وطن په تاریخ کې د افغانې مېرمنې عزت او احترام ساتل شوی و، ته د هلمند او وردګو ولایت د هغو معصومو ښځو د حیا د پړوني حساب راکولای شې چې تا یې ماشومان په نیمو شپو کې ترې واخېستل او د ټولو ملي او بشري قوانینو خلاف دې زندانونو کې واچولې، د هغو حساب درسره شته؟

– افغانې ښځې په یو عالم کړاوونو او مصیبتونو کې زده کړې وکړې، ځانونه یې په معیارونو برابر کړل؛ خو، ستا د حکومت ځینو هوس پرستو د هغوی د ذهنونو پر ځای د هغو مخونو ته وکتل، ستا اداره یې دومره بدنامه او ناولې کړه چې نړیوالو رسنیو پرې رپوټونه جوړ کړل، اوس هغوی د دې وطن کادري سرمایه ده، خو ستا په بې عزته اداره کې که کار کوي، زړه کې به یې اندېښنه وي چې خلک به پرې څه ډول قضاوت کوي؟ که یې نه کوي، توله خواري یې په اوبو لاهو شوه. که افغانه ښځه د خپل زوی، لور، خاوند، ورور، پلار او د ځیګر د نورو ټوټو له وینو درتېره شي، دا حساب ورکولای شې؟!

– که پښتون نور هېڅ حساب درسره ونه کړي، د خپل د ټکټ هغه غړي کړنو حساب دې ورکولای شې چې د پښتنو په کورونو او ناموس یې په نیمه شپه د خړو موزو خاوندان وروستل؟ د ملي امنیت اداره د هغه د واکمنۍ پر مهال پښتنو لپاره داسې وه، لکه فلسطینیانو ته د اسرائیلو بند خونې، بګرام، پلچرخي او ګوانتانامو یوازې د دې لپاره پرې ډکېدې چې خدای ج پښتانه پیدا کړي دي، آیا د دې حساب ورکولای شې؟!

– ته دې د خپل د دې سیاست حساب ورکولای شې چې په ارګ کې دې د پاتې کېدو لپاره د دې ملت بقا راز (سولې) سره په ټول توان دښمني وکړه او لا لګیا یې؟!

ته به ددی تامیانو په موجودگی کی دیر پرنفوسه او خکلی خلک دلاسه ورکری.

واقعیت دا دی چې ته د هېڅ شي حساب نه شې ورکولای، خو؛ واکمن یې، حساب اخلې.

خبره واضح ده؛ د دې ملت ته بدې راځې او ستا دا ملت بدې راځي، مګر؛ ارګ ستا دی، بیت المال باندې ته واکمن یې.

د درغلیو د لارې به نهایي کوښښ وکړې چې ظواهر ستا په نفع تمام شي. دروغو او په سترګو ننوتلو هنر خو خدای ج داسې درکړی چې په دې استعداد دې هېڅوک سترګې نه شې پټولی، بیا به چیغې وهې:

سر قوماندان اعلی یم، ولسمشر یم.

خو؛ باور مې نه راځي چې دا ځل دې دا خوب رښتیا شي، کوم طوفان چې را الوتی، ستا د واکمنۍ د کېږدۍ مراندې یې شلولي، ډېر ژر به واورې او باران ته پاتې شې.

مخکینې مطلب

محمود قريشي: ښايي د پاکستان او هند تر منځ تصادفي جګړه رامنځته شي

بل مطلب

کابل ښاريان : د چورلکو ټيټو پروازونو مو ژوند تریخ کړی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com