هرات کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۱، پنجشنه)

د راپورونو له مخې، د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د پشتکوه او کل سيمو کې روان و چې ګډ ځواکونه د طالبانو تر بريدونو لاندې راغلل.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ويلي، ګډو ځواکونو غوښتل چې په یاده سیمه کې د چاپې لپاره له چورلکو ښکته شي خو د طالبانو له وسله والو بريدونو سره مخ شول.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بريد کې دوه بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې :” دبرید په پایله کې  یوتن  یرغلګر عسکر ځای پرځای قتل اویوبل زوبل شوی”.

طالبان وايي، د جګړې پر مهال دوی ته زیان نه دی اوښتی او ګډو ځواکونو یو تن ټپي او یو بل ملکي کس يې له ځان سره وړي دي.

طالبانو په وروستيو کې د شپې دروبينونو او لایزري وسلو ته لاسرسی پيدا کړی چې تر ډيره يې د ګډو ځواکونو شپني عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي او هغوی ته يې درانه تلفات اړولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button