کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۱وږی، ۱۳۹۸)
ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید له خپل څنګه جګړه خوښونکي کسان لرې کړي.
روحاني دا خبرې وروسته له هغه کوي چې ډونالډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړ.
بولټن په سپینه ماڼۍ کې یو له هغو کسانو څخه وو چې امریکا یې د جګړې طرف ته ټیل وهله خو ټرمپ ورسره په ډیرو شیانو کې موافق نه وو.
بولټن له طالبانو سره د خبرو سخت مخالف وو او همدا رنګه د ایران او شمالي کوریا په مسئله کې هم زیات حساس وو او په دې نظر وو چې باید جګړه پیل شي.
امریکایي مبصرینو هم د بولټن لرې کیدل د افغانستان او ایران لپاره دا یو ښه خبر وباله.
په واشنګټن کې د جورج ټاون پوهنتون د نړیوالو اړیکې استادې او سیاسي شنونکې شیرین هانټر ویلي چې دا د جګړه غوښتونکو پر مخ یوه درنده څپېړه وه.


















