(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۱، پنجشنبه)
د کابل ښار یو تن اوسيدونکی متقاعد ډګروال شيرین وايي، داسې سیمه کې يې کور دی چې د چورلکو له پروازه يې نه څوک پلوري او نه يې په کرایه نيسي.
نوموړی زياتوي، د چورلکو له شوره ماشومان ويريږي، ناروغه ميرمن مې د څرخکو له غږه په عذاب ده، کور مې درزونه کړي، خاوري او دوړې يې هره شيبه په کړکيو راننوځي.
نوموړی زیاتوي، کور يې د هوايي ډګر په سل مترۍ کې دی، په کور کې له اوسيدو تنګ شوی نه يې څوک کور په پيسو اخلي او نه يې په کرايي نيسي.
دغه راز د شاداب په نوم یو بل تن وايي، د زړه ناروغي لري او د چرخکو غږ ورباندې لکه د ټوپک بد لګيږي.
د شاداب په خبره: “چې چورلکه راشي، فکر کوم چې اوس به بمبار کوي او موږ ټول به مړه کیږو، پخوانۍ خاطرې چې هره ورځ به الوتکې راتلي او په خلکو به یې بمونه غورځول رایادوي. زه ترې ډیرې بدې خاطرې لرم، له هغې وخته د زړه تکلیف راته پیدا شوی اوس چې طیاره راشي غږ یې لکه ټوپک داسې را باندې لګي، دومره ډيرې راځي چې یوه لاړه بلې پسې را الوتې وي.”
دا مهال افغان حکومت، بهرني ځواکونه، نړیوالې ادارې او شخصي کمپنۍ څرخې الوتکې کاروي خو د هیڅ کومې حکومتي ادارې لخوا یې ټیټ پروازونه نه کنترولیږي.


















