د طالبانو بیاځلې راتلل هیلې او ویرې

ډاکټر یوسف اکبري
له یو شمیر افغانانو په ځانګړې ډول ځوانانو سره اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له عامو افغانانو او ځوانانو سره به څه کوي؟
روانو حالاتو ته او د طالبانو د مخکنیو اعلامیو ته په کتو طالبان به په دوو حالاتو کې هېواد ته راځي او په هېواد به واکمن کېږي.
داچې له اوسني حکومت سره به سوله کوي او یا خو به اوسنی حکومت سقوط کوي.
که چېرې یې سوله وکړه، له ځینو په اصطلاح سرو کرښو به طالبان هم تېرېږي او حکومت هم. په دې غوښتنو کې به هغه غوښتنې نه وي شاملې، چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې وي.
که چېرې اوسني حکومت سقوط وکړی او طالبان په بشپړ ډول واک ته ورسېږی، نو بیا به هم ځینې شیان مني او ځینو نه به تېریږي. طالبان غواړي دا ځل له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري تر دې چې د امریکا په ګډون د اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې ولري. د طالبانو وروستي دريځونه او په تېره دیپلوماتیک خوځښتونه دا خبره کره ثابتوي.
ښکاري چې طالبان د ښځو زده کړې، بشر حقوق، رسنیو ازادي او ځینې نور مدني حرکتونه هم ومني او د ټولنې له پاره يې ضرورت ګڼي.
د اوسني حکومتي زیاتو خلکو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له اوسنیو حکومتي چارواکو سره به څه ډول معامله کوي؟
دوی به ټول وژني؟ له هېواده به یې بهر وتلو ته اړ کوي او که ټول به په کور کینوي؟
باید پوه شو چی د نړۍ په تاریخ کې به داسې نه وي شوي، چې د یوه نظام له منځه تلو او د بل نظام په راتګ دې د هغه پخواني نظام ټول چارواکي وژل شوي وي.
د اوسني نظام زیات لوړ پوړي چارواکي بهر کورنۍ لری دوه تابعیته تذکری او ګرین کارتونه لری او له دندو د پای ته رسېدو سره سم له هېواده تللي او هغه هېواد کې بېرته مېشت کیږي، چې د کوم هېواد نه راغلی او تابعیت یې درلود. که چېرې طالبان راشي، نو د اوسني نظام زیات او ټولو چارواکو ته به عفوه کوي او په نظام کې به یې ځان سره شریکوي.
د ملي اردو عسکرو سره دا اندېښنه زیاته ده، که چېرې طالبان راغلل، موږ سره به څه ډول معامله کوي؟
ځينې د کښته کچې ځوان طالبان په اصطلاح دوی ټول مرتد او له دین څخه وتلي بولي، خو مشران طالبان بیا پوهیږي چې هیواد اردو ته اړتیا لري.
که چېرې طالبان راغلل، نو هغوی هم ملي اردو او پوځ ته اړتیا لري او د هېواد ساتلو له پاره نه له اسمانه څوک راکوزلی شي، هغوی به مجبور وي، چې د همدي روزل شویو ځوانانو څخه ګټه واخلي او د هېواد دفاع له پاره په ګډه کاروکړي.
ملي پولیس هم د هېواد د کورني امنیت ساتلو له پاره ډېر مهم دي او طالبان مجبور دي، چې د ښارونو او ولسوالیو امنیت له پاره ملي پولیس ولري.
زموږ د هېواد هغه ځوانانو سره دا اندېښنه ډېره وي، چې هغوی په نظامي برخه کې دندې ترسره کوي. هغوی تل دا وايي، که چېرې طالبان راشي، نو موږ به ټول ووژني.



