د طالبانو سياسي پلاوی له روسيې وروسته ايران ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۶، سه شنبه)
د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسيې ته د طالبانو د درې کسيز پلاوي له سفر وروسته يې یو بل پلاوی ايران ته تللی.
د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ښاغلي سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټرپاڼه د دغه سفرونو خبر ورکړی.
نوموړی ليکي، طالب پلاوي مسکو کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي او د هغه هيواد له نورو چارواکو سره خبرې کړي او پر مهال يې د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت موقف څرګند کړی دی.
شاهين زياتوي، روسي چارواکو د امارت موقف تاييد او له مخې يې له افغانستانه د ټولو بهرنيانو د وتلو ملاتړ وکړ.
دغه راز نوموړی ليکي، چې د عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوي ایران ته هم سفر کړی او هغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره يې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پرمختګ، خونديتوب او د پاييداره سولې پر لارو چارو غږيدلي دي.
طالبان وايي، چې د سولې په برخه کې د ټولو هيوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډيانو مثبت رول د قدر وړ بولي.
امریکا له طالبانو سره لس مياشتې خبرې اترې وکړې چې د ټرمپ له لوري په دې پلمه لغوه شوې ګنې په کابل کې د طالبانو په یوه بريد کې امریکايي عسکرو ته مرګ زوبله واوښته.
باوري سرچينې وايي، ښايي طالب پلاوي تاجکستان، چین، ازبکستان، اذبایجان، ترکيې او پاکستان ته هم سفرونه وکړي او د مذاکراتو د توافقنامې متن له شريکولو وروسته د يادو هيوادونو ملاتړ راجلب او د سولې اړوند د هغوی اندېښنې راکمې کړي.



