بدخشان: دولتي ځواکونو د خلکو په تګ راتګ او د خوراکي توکو پر وړلو بنديز لګولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۶، سه شنبه)

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو پر عامو خلکو د خوراکي توکو او د هغوی پر تګ راتګ بنديز لګولی دی.

د جرم ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د تيرو شاوخوا لس ورځو راهيسې د جرم ولسوالۍ اړوند د خستک درې په عامو خلکو لاره د عسکرو له لوري لاره تړل شوې او هغوی ته هيڅ ډول خوراکي توکي نه ورپريښودل کيږي.

ويل کيږي، په سیمه کې دولتي ځواکونو ته د بدخشان د لوړپوړو چارواکو له لوري د ياد بنديز امر ورکړل شوی دی.

طالبانو د عسکرو د دغه عمل په اړه غبرګون ښودلی وياند يې ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرباڼه کې لیکلي، اسلامي امارت دغه بزدله عمل په تر ټولو سختو ټکو غندي  زياتوي :” دښمن دې په جګړیزو صحنو کې د خپلو درنو تلفاتو اوناکامیو غچ له عام ولس څخه نه اخلي”.

طالبانو له بشري او حقوقي بنسټونو غوښتنه کړې چې د يادې سیمې د اوسيدونکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د انسان ناورین د رامنځته کيدو مخه ونيسي.

طالبانو ګواښ کړی که د کابل ادارې په خستک دره د خوراکي توکو، درملو او انساني اړتيا وړ شيانو باندې بنديز ليرې نه کړ نو دوی به هم اړ شي چې په عکسل العمل لاس پورې کړي او مسؤوليت به يې هم د حکومت او د هغوی د بهرنيو ملاتړو په غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button