پروان: د اشرف غني کمپاین غونډې ته چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۶، سه شنبه)

د پروان ولايت په مرکز کې د اشرف غني د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاين غونډې ته نږدې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.

دغه چاودنه نن د يوولس بجو په شاوخوا کې په جنګل باغ سيمه کې د ټاکنيزې غونډې نه بهر د پوليسو پر موټر شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم پېښه تائيد کړې وايي، دغه چاودنه د چاریکار د لومړۍ حوزې اړوند د پولیسو د تربیوي مرکز په نظام قره ول کې رامنځته شوې ده.

ځينو سرچينو د دوو تنو د وژل کيدو او څوارلس نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی .

خو د خورشيد تلويزیون خبریال سميع الله اميري په خپله ټويټرپاڼه د څلورويشت کسانو د وژل کيدو او شمشاد نيوز د پروان د ولايتي روغتون د مشر له قوله ليکلي، چې د پيښې له ځايه ديرش ټپيان او څلورويشت جسدونه وروړل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د اوښتو تلفاتو په اړه به وروسته رسنيو سره معلومات شريک کړي.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button