کابل ټکی کام (جمعه ۰۲ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د سویس په داووس ښار کې د افغان سولې په پروسه په یوه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، او د پاکستان لمړي وزیر نواز شریف او د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبايډن ناسته وکړه چې د څلور اړخیزو غونډو پایلې یې سره شریکې کړې.
په غونډه کې درې واړه طرفونو یوبل ته ډاډ ورکړ چې په روانه پروسه کې به د زړه له تله کار کوي، او په یو بل به خپل اعتماد جوړوي.
جو بايډن د دواړو هېوادونو مشران دې ته وهڅول ترڅو په روانه پروسه کې په ريښتینولۍ سره کار وکړي او پاکستان باید طالبان دې ته وهڅوي چې خبرو ته کیني.
سپینې ماڼۍ هم غوڼډه ستایلې ده او ویلي یې دي چې امریکا به په روانه پروسه کې هرې همکارۍ ته تیاره وي او د دواړو هېوادونو په دې وروستیو چاودنو باندې یې غمشریکي کړې ده، او په کلکه یې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان جنګ ته دې نور د پای ټکی کيښودل شي.
سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي دي، چې بایډن افغانستان او پاکستان په سیمه کې د قوي ستنو په شان یاد کړي دي او له دواړو مشرانو څخه یې غوښتې دي چې له یوبل سره همکاريو ته دوام ورکړي او همداشان يې دواړه هېوادونه دې ته هڅولي دي چې د جنګیالیو پټځایونه ختم کړي.
پدې غوڼډه کې همدا شان په طالبانو باندې غږ شوی دی چې د سولې په روانه پروسه کې دې یوځای شي او دواړه ولسمشرانو موافقه کړې ده چې په ۶ فبروۍ به په اسلام اباد کې دریمه غوڼډه کوي.
دغه درې اړخیزه غوڼډه پداسې حال کې ترسره کیږي چې د ۴۶ ملکونو په نړیوال اقتصادي پروګرام باندې غوڼډه روانه ده.
په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل هم له غوڼډې څخه څو شیبې مخکې وویل چې په یاده غوڼډه کې به د افغانستان په مشرۍ د سولې په پروسې باندې خبرې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په خپله ټوېټر پاڼه باندې یاده غوڼډه ستایلې ده.
د سولې د بهیر په روانو هڅو کې د افغانستان په مشرۍ څلور هېوادونه پاکستان، چین او امریکا ګډون لري چې ډېری افغانان ورته ډېر هیله مند دي، خو له بلې خوا زیاتره کارپوهان پدې اند دي چې په افغانستان کې واکمنه ډله شمالي ټلواله نه غواړي چې په ملک کې سوله تامین شي ځکه پدې سره ددوی واک لمنه ټولیږي، او همداشان د طالبانو لخوا هم په جنګ کې کموالۍ نه بلکې زیاتوالی راغلی دی.
















