شعر/ محمدرئيس « محمدي »
وګران افغانستانه ـــ قربان شمه له تانه
دستا په ننګ غيرت ــ يو تېر له خپله ځانه
ته مور مونږ دې بچي يو
ستا مينه کې ساتي يو
په هر دښمن د پاسه
تندرونه اسماني يو
مال سر مو له تا ځار دی ـ دا عهد ، دا مو پيمانه
په وينو د خپل سر
راوړو به درته زر
منلی مونږ په ځان
ستم او هر خطر
نافذ به کړو په تا کې ــ قانون د سپين قرآنه
دښمن به دې ماتېږي
دنياته به شرمېږي
سرې سترګې زمريان
په تا کې چې اوسېږي
ګټونکي دميدان دي ــ ښکاره په ټول جهانه
زړګی دی اسيا يې
شرينه اريانا يې
زانګو دغزنويانو
ميرويس او احمدشاه يې
لرې فرزندغيور ــ ملا عمر په شانه
لرې ښکلي دنګ غرونه
پامير شمشاد سرونه
ښکلا کې له هرچا نه
ستا لوړ دي منزلونه
دستا ليدل په زړه کې ــ دهر انسان ارمانه
شيدا محمدرئيس
په تا محمدرئيس
ستا خاورې کاڼې بولي
سونا محمدرئيس
ستا لږ ذره کۍ خاوره ــ دنيا نه راته ګرانه


















