لوکر: په بهرنیو ځواکونو موټربم برید شوی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۸وږی، ۱۳۹۸)

د تازه معلوماتو پر اساس چې په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار موټربم حمله شوې ده.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او رسنیو ته یې په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، نن ماښام شاوخوا ۶ بجې د لوګر د مرکز په پادخاپ شانه سیمه کې د امریکایي ځواکونو په قطار د دوی د یو تن بریدګر “قانت لوګري” لخوا برید شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د برید له امله ۲ټانګونه تخریب شوي او ۸ تنه امریکایي ځواکونه پکې وژل شوي دي.

“د معلوماتو په اساس په یاد استشهادي برید کې یو امریکايي ټانګ بشپړ ویجاړ دوهم ټانک نیمه تخریب شو. په کې سپاره ۸ تنه امریکايي عسکر ځای پرځای ووژل شول، یو تعداد ټپيان دي.”

طالبان دغه برید په داسې حال کې کوي چې څه وخت وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره سر ته رسیدلي مذاکرات د یو امریکایي سرتیري د وژل کیدو په وجه ودرول.

طالبان وایي، دوی به تر هغو خپل بریدونه ونه دروي ترڅو موافقه نه وي شوي او له هغه وروسته به د موافقې په مادو عمل کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button