په جلغوزیو افتخار کوي خو جلغوزي ټولوونکي په بې دردۍ وژني

سرليکنه

ننګرهار، د چا جنګ او د چا غمونه؟

د ننګرهار په خوږياڼو کې يې وړمه شپه په شاوخوا دوه بجو د جلغوزو راټولوونکي پر ډرون ويشتلي، د جلغوزو راټولوونکي په شپږو خېمو کې اوسېدل، پر دريو خېمو يې بريدونه وشول، چې تر 75 ډېرو ته مرګ ژوبله رسېدلې، په دوى کې تر 30 ډېر وژل شوي دي.

دې قربانيانو جلغوزي راټولول چی ګوډاګی حکومته یی لیکلی اجازه نامه اخیستی او په لاس کی یی وه، همغه جلغوزي چې په کمپاينونو کې یی کافر زړی غنی د هوايي دهلېزونو له لارې د لويو صادراتو په توګه ترې ګټه هم پورته کوی.

کافر زړی غنی د جلغوزو په صادرولو هم افتخار کوی او هم جیبونه ډکوی او هم یی په امریکا کی میشتی نیمه بربنډی لور مریم غنی او ځوی طارق غنی ته هم د شخوند لپاره استوی خو باداران یی جلغوزی ټولوونکی غریب او بیچاره مزدوران په نیمه شپه کی وژنی خو کافر زړی غنی آن خفګان خو لا څه کوی جی د مرګ ژوبلی په اړه یی یادونه قدری هم نه کوی ګوا کی بیخی انسانان نه دی وژل شوی.

زمونږ د وطن جنګ دغسې مرحلې ته ننوتى، کله چې د حکومت د بادار په بريد کې دغسې افغانان وژل کېږي، ايا دا د افغان عام وژنې مرحله نه ده که نه وی نو څه به وی؟

 او ايا نور د دې جنګ د درولو وخت نه دى رارسېدلى؟

واقعيت دا دى چې سوله او خبرې اترې لومړيتوب دى، حتى تر ټاکنو هم او د حکومت تر بڼې او اساسي قانون تر بدلون هم!

هغه خلک چې د سولې غاړې ته د ورېښمو زندۍ اچوي، دا ميرات مړې جګړه به حتماً ډی زر د دوى کاله کاله ته هم ننوځي او دوى به بيا دا درد او غم نه څَکي بلکې خوري به يې.

له همدې امله د روانې جګړې د بندولو هڅې په کار دي او سولې ته په ريښتيني ډول د لوړ لومړيتوب په حيث قايلېدل په کار دي.

مربوطه مطالب

Back to top button