ډونالډ ټرمپ: طالبانو اوربند نه کاوه، ځکه مې مذاکرات لغوه کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۰ شنبه)
د امریکا ولسمر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو د لغوه کيدو په اړه نوې څرګندونې کړي.
نوموړي هغه مهال ويلي و چې په کابل کې د طالبانو بريد کې یو امریکايي پوځي ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول نو ځکه يې طالبانو سره روان مذاکرات لغوه او د هغوی پرضد يې د بريدونو ډيرولو امر ورکړ.
خو ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د استراليا د لومړي وزير سکاټ موريسن سره د کتنې پر مهال د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې طالبانو سره لیدو ته پوره چمتوو و خو زیاته يې کړه چې پوه شو طالبان اوربند نه کوي نو دغه خبرې يې لغوه کړې.
ټرمپ وويل، چې په کابل کې له یاد برید وروسته يې طالبانو ته سخت ګذارونه ورکړي او داسې بريدونه يې پرې کړي چې په تيرو اتلس کلونو کې نه و ترسره شوي.
د طالبانو او امریکا مذاکراتو تر لغوه کيدو وروسته طالبانو ويلي و چې که امریکا جګړه کول غواړي نو دوی به سل کاله نور هم ورسره ونګيږي.



