
هغه دې راته بخښنه وکړي
انحنیر عمیر ویاړ
یوه ورځ د ابو بکرالصدیق او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما سره دعوه شوه، ابو بکر سختې خبرې ورته وکړې، عمر خپه او په غوسه شو او کور ته روان شو، ابو بکر صدیق رض په خپلو خبرو پښیمانه شو او په عمر پسې له شا روان شو او ورته ویې ویل: زه ګرم وم بخښنه راته وکړه خو هغه غږ نه ورته کاوه، روان و تر څو خپل کورته ورسیدی، ابوبکر ورپسې و عمر کور ته ننووت او دروازه یې بنده کړه.
ابو درداء رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حالت کې راغی چې لمن یې په لاس کې نیولې وه او ځنګون یې هم یوڅه ښکاریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه په اړه وفرمایل چې ستاسو ملګري څه جنجال کړی دی، دی راغی، سلام یې وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل:
يا رسول الله! زما او د خطاب د زوی تر منځ شخړه رامنځته شوه، ما یو څه تېزې خبرې ورته وکړې، وروسته پښيمانه شوم او بخښنه مې ورنه وغوښتله خو هغه ونه منله، اوس دا دی تاته راغلم،
رسول الله صلی الله علیه وسلم درۍ ځله ورته وفرمایل: ای ابو بکر! الله دې تا ته بخښنه وکړي.
ووروسته عمر هم پښیمانه شو، له کوره راووت او د ابوبکر کره ورغی هلته یې پوښتنه وکړه چې ابوبکر شته، هغه نه و، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته را روان شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په کیسه خبر شو په غوسه شو، هلته نور صحابه کرام هم ناست وو رسول الله وفرمایل: تاسو ولې زمارښتیني ملگري (ابو بکر) ته تکلیف ورکوئ؟!
هغه وخت چې ماوویل زه د الله له لوري تاسو ته رسول رالیږل شوی یم، تاسو ټولو راته وویل چې دروغ وایې، یو ابو بکر راته وویل چې رښتیا وایې!
ابوبکر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوسه خپه شو، هغه ته په ګونډو ودریدی او ورته ویې وویل: یا رسول الله! په الله قسم په عمر باندې زه ګرم وم، هغه دې ما ته بخښنه وکړي، دا خبره یې دوه ځله تکرار کړه. رواه البخاري في صحیحه.
له دې کیسې نه د مینې، صداقت او رښتیا رڼاګانې او انوار راوریږي، له دې خوږې کیسې نه که یو لور ته د ابو بکر صدیق رضي الله عنه فضیلت، کرامت او غوره والی په ښه توگه معلومیږي بل لور ته له دې کیسې دا هم معلومیږي چې لویو صحابه کرامو به څنګه سمدستي د خپلي خطایې اوملامتي پړه منله .



