ایران: دامریکا وروستي تورونه به هم د پخوا په څېر ډېر ژر رسوا شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ایران دامریکا هغو تورونو ته چې دسعودي دتېلو په تولید ځایونو له برید وروسته په دې هېواد پورې شوي و ویلي، دادامریکا دروغجنه دسیسه ده؛ ژر به دتېر په څېر رسوا شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني خپلو ځواکونو ته د وینا پر مهال زیاته کړې، امریکا یو ځل بیا په دروغو ایران د سعودي پر تیلي تاسیساتو برید کې پر لاس لرلو تورنوي، خوخلک پوهیږي.

هغه دخپلې وینا پر دوام زیاته کړې، له دې سره سره چې د یاد برید پړه حوثي یاغیانو پر غاړه اخیستې ده خو دوی بیا هم پر ایران د فشار راوړلو لپاره دا برید زموږ کار بولي.

نوموړي ویلي، امریکا د سیمې د امنیت خرابولو په هڅه کې ده او دغه راز غواړي ایران د یوې جګړییزې سیالۍ پر مرکز بدل کړي.

روحاني وړاندې دښو روابطو سپارښتنه کړې اوزیاتوي، له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او د ښه نیت په موخه حتی د هغوی له سیمه ییزو اشتباهاتو هم تېرېدلی شي.

امریکا او ایران وروسته له هغې په یوجنجالي رقابت واوښتل چې امریکا دا هېواد له نړیوال تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ، او له سختو فشارونو وروسته یې ډیری بندیزونه پرې وضعه کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button