کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د برتانیې مشهورې ورځپاڼې ګارډین دګډ حکومت مشر په خپلو ژمنو کې پاتې بللی، او زیاته کړې ده، اشرف غني د جمعې په ورځ ننګرهار کي خلکو ته وویل چي هغه به د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره نوي اقدامات وکړي.
ګارډین وړاندې زیاته کړې، د اشرف غني وعدې تشي او درواغجنې دي، ځکه هغه دغه راز ژمني بار بار کړي دي.
ګارډین دخپل مطلب په دوام لیکي، اشرف غني غواړي چي د دوهم ځلي لپاره جمهورریس سي، خو اشرف غني د جنګ د ختمولو صلاحیت نه لري. فقط تېره هفته، امریکايي هوايي قواوو دیرش تنه مزدورکاران په ننګرهار ولایت کي قتل کړل. هغوی ددې ولایت والي ته مخکې له مخکې یو لیک استولی و، او هغه يې باخبر کړی هم و.
ګارډین وایي، تېره هفته امریکا د افغانستان سره د ۱۶۰ میلونو ډالرو مرستي قطع کړې، ځکه د اشرف غني حکومت د اداري فساد په راکمولو کي پاته راغلی دی.
ځینې نورو اروپایي نشریو هم دغني په بې کفایتۍ مطالب خپاره کړي، او نوموړی یې یو بې کفایته او ازمایل شوی شخصیت بللی، یادو ورځپاڼو ویلي چې اوس وخت رارسېدلی یو داسې شخصیت واکمن کړل شي چې دجنګ په پایته رسولو کې موثر رول ولوبوي.
















