کابل ټکی کام۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا څو اونۍ مسلسل د طالبانو له لوري د هلمند پر ځینو ولسوالیو سختې جګړې وشوې چې ګڼې ولسوالۍ او سیمې یې ونیولې.
د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان چې د ولسمشر غني له لوري د هلمند د جګړې د کنټرولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی، او د هغه چارواکو د لرې کولو امر یې ورته کړی دی کوم چې پخپله دنده کې ناغیړي کوي.
عبدالجبار که څه هم ژمنه کړې ده چې جګړه به ګټي خو ورځ تر بلې په هلمند کې طالبان قوي او سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دی وایي، طالبان کمزوري نه دي خو دوی به په استخباراتي او تکتیکي پلانونو کار وکړي چې د هلمند ولایت روانې جګړې ته به د پای ټکی کیږدي.
د یادولو ده، ولسمشر که څه هم له دې څخه مخکې د هلمند په روانه جګړه کې د دغه ولایت امنیه قومندان، د ملي امنیت رئیس، د قول اردو قومندان او ځينې نور چارواکي له دندو ګوښه کړل، په ځای د دې چې جګړه کابو کړي، طالبان نور هم قوي او ګڼې سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستې.
















