د امریکا سفارت: دټاکنو امنیت په برخه کې دشکایاتو له امله اندېښمن یو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
هېواد کې د امریکا سفارت وایي، دوی د ټاکنو د امنیت په برخه کې د شکایتونو له امله خورا اندېښنه لري.
یاد سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی له ټولو نوماندانو غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټولو اصولو ته پابند اوسي او دې ډموکراټیکي پروسې ته پوره درناوی ولري.
امریکایي سفارت دغه راز له امنیتي ارګانونو هم غوښتنه کړې ده چې د رڼو او ټولمنلو ټاکنو د امنیت لپاره اړین تدابیر ونیسي.
بلې خوا بیا طالبانو ګواښ کړی چې په ټول توان سره به دغه جعلي ټاکنې ناکاموي، ددوی په خبره، داشغال ترچتر لاندې کېدونکې ټاکنې د یاد وحشت غځول دي چې هیڅوک یې نه غواړي.
ځینې نوماندانو هم ګواښ کړی که ټاکنې دتېر په څېر له درغلیو ډکې وې؛ دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي، اوخپل حق به له بدیلو لارو طلب کړي.



