اې په قصرونو کې ناست جنراله!

لیکوال: مایار لوړه وال.
_________________________________________
دا په ياد ولره چې د دې هيواد بنسټ د ستر ابدالي په مشرۍ ولسونو ايښی.
ميرويس خان ګورګين د لوی کندهار د ولسونو د شاه زلمو په مټ وژلی.
د ميوند حماسه ايوب خان د همدې ولس په زور جوړه کړې.
اکبرخان مکناټن همدې ولس ته په اتکاء له تيغه تير کړی.
د انګريز دولس زره عسکرو ته همدې ولس اشر کړی.
محمد جان خان او مير مسجدي د همدې ولس په مټ د انګريز پوزه له خاورو سره موښلې.
همدا ولس وو چې د ملا مشک عالم فتوی ته يې لبيک ويلی.
امان الله خان د همدې ولس په زور د استقلال ناره جګه کړې او د ټل چوڼۍ يې د خپلو تورو خوراک کړی.
همدې ولس نادرخان د تخت په ګدۍ کينولی.
مګر تا څه کړي:
کله چې د يعقوب خان عسکر وي د انګريز د ومنله.
بيا چی د شاه شجاع عسکر شوي د انګريز ننګه د وکړه.
او کله چې د عبد الرحمن عسکر شوي په لکونو ولس دې د پاچاه د تخت لپاره تر تيغ تير کړو.
دا ته وي چې د سقاو څو سوييز لښکر ته دې د تسليمۍ سر ټيټ کړ او خپل ولي نعمت دی تر ملکونو تير کړ.
بيا دې ظاهر شاه له تخته نسکور کړ.
په هغه دې صرفه ونه کړه داود خان دې هم په سينه غلبیل غلبیل کړ.
روسان دې خپل وبلل او ولس دې د قتل لائق وګڼلو.
نجيب دې په لاس ورکړو او هيواد دی برباد کړ.
ولس چې حرکت کړ او ملا يې خپل واکدار کړ تا د امريکا په مټ نسکور کړ.
په هغي دی اکتفاء ونه کړه د يرغلګرو باډيګارد شوي او ملت دې تارومار کړ.
پرون دې هم د بل دپاره کار کړ او نن دې هم د بل رسۍ په غاړه کړې.
دې ملت هر وخت واک درته سپارلی خو تا بل ته تسليم کړی او دی د وژلی.
آخر ولې زما د خاورو له جونګړې څخه کرکه کوي، ولې مې وژنې ، ولی مې کړوي، ولې د زړه نه راباندې سړيږي.
زه يې وګټم تاته يې دروسپارم خو ته د خپل ټوپک شپیلۍ پر ما راواړوي.
زه تاته قدر درکړم خپل مشر د وګڼم ، د خپل اتل په سترګه درته وګورم خو ته يې په عوض کې زما کور ، جمات را ړنګ کړي ، سپينږيری می بي قدره کوې ، پتمنې مې بي ستره کوي ، ځوانان مې په مرميو غلبيل کړي.
آخر ولې؟ آخر ولې؟

مربوطه مطالب

Back to top button