د ډیورنډ پر کرښه پټې معاملې، ډیورن لین خرڅیږي!

امرالله عمران
دا چې ډیورن د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګندومک د تړون ورسته تر ننه پورې لانجمنه قضیه پاتې ده اوپاکستان حکومت په افغانستان کې د بیلابیلو حکومتونو په راتګ سره ، تر اخیرې بریده هڅه کړی ترڅو ډیورنډ کرښه په رسمیت د یوي رسمې پولې او سرحد په توګه وپیژني .
دسړې جګړې پرمهال که د افغانستان بهرني سیاست ته زیر شو نو افغانانو تل د ډیورنډ پرسر د خبرو اترو غوښتونکي وو خو دا پاکستان وو چې پر ډیورنډ په يې خبرې اتری نه کولې او په ورته وخت کې یې د کابله غوښتل چې ډیورنډ په رسمیت وپیژني.
خو د ګندومک د معاهدي دلاسلیک وروسته (۱۸۷۹) څخه تر (۲۰۱۴) کاله پورې هیڅ حکومت په هیڅ قیمت نه په ښکاره او نه هم په پټه معمله دې لاسلیک ته حاضر شو، چې ډیورنډ دې د افغانستان او پاکستان رسمي پوله وپیژني.
خو د ډیورن کرښې پر سر د رسمي معملې خبره د (۲۰۱۴) کال د میلي یوالي حکومت په دوره کي راپورته شوه .
دا چې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي تړون په شتون کې ولئ پاکستان د ډیورن کرښې د رسمیت خبره مطرح کوي؟ یو شمیر شننونکي وایې دا چې پاکستان د امریکا سره د افغانستان په نیولو کې پوره همکاري کړی وه او له امریکایانو یې امتیاز دا غوښتي وو چې ډیورن لین به ورته رسمي کوي.
امریکا په افغانستان کې دداسې یو نظام او واکدار په لټه کې وه چې خپلې غوښتنې په کامل ډول پرې ومني او دامریکا ګټو ته وفادار وي، هماغه وو کله چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان ولسمشري انتخابات وشول امریکا خپلو هیلو ته پکې ورسیده، او داسې یو څوک یې واک ته رامخې ته کړ، چې بغیر د کوم شرطه یې امنیتي تړون لاسلیک کړ. او امریکا د ملي یوالی د حکومت بنسټ کیښوده، هماغه وو چې پاکستان هم دخپلې غوښتنې د پوره کیدو لپاره له ولسمشرغنی سره پټې معملې شروع کړی، او دا مسله هغه وخت رسنیزه شوه کله چې ولسمشر غنی پاکستان ته په سفر لاړه او هلته یې د پاکستان له لوی درستیز سر د پېنډۍ په (جي ایچ کیو) کې ولیدل او بیا د پاکستاني استخباراتو (ای ایس آی ) او افغانستان استخباراتو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شوو.
په دې سره د هیواد په داخیل کې د ډیورن کرښی په تړاوو بحثونه راپورته شول، او غنی یې د ډیورن لین په خرڅیدلو تورانه وو، چې په آینی وخت کې د پنجاب لخواه په ډیورن لین د ازغن تار عملي کارونه هم شروع شوه.
دادې اوس د ډېورنډ پر کرغېړنه کرښه د پنجاب لخواه نږدې دوه کاله کیږي چې اغزن تار تېریږي،
چې تر اوسه پوري ۹۰۰ کیلو متر څخه زیاتې برخې یې اغزن تار لګول شوی او لا هم ادامه لري .
چې ددې اغزن تار ټول لګښت یې امریکایان ورکوي، مګر د افغان حکومت له لوري په دې اړوند د ولس او سیاستوالو له جدي اعتراضونو سره سره، تر اوسه کوم جدي غبر ګون نه وو ښودل شوی.
دا چې تېره چهارشنبه د پاکستان صدر اعظم عمران خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته فعاليت پرانيستې په پلمه د پاکستان حکومت له لوري چمتو شوې لوحه «بینر» کې تورخم پوله ياده شوې وه.
له عمران خان سره د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستغونډه کې د پاکستاني چارواکو سربېره د ګډ حکومت د سوداګرۍ وزير (يما ياري) او د ننګرهار والي (شاه محمود مياخېل) په شمول يو شمېر نور چارواکي هم ملګري وو.
تېره پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت وزارت ويلي، تورخم هېڅکله د رسمي سرحد په توګه نه پيژني، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان چارواکو څرګندونې رد کړې دي او هغه يې غیر مسؤولانه بللي دي.
پاکستان وايې، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړيواله کچه منل شوی سرحد دې.
دلته پوښتنه دا پدا کیږي ایا رښتیا هم ډیورنډ فرضي کرښه لاسلیک شوی؟
او ولی د ډیورند تړون چې ۱۸۹۳ کال له امیر عبدالرحمان خان باندی په تحمیلي ډول دانګریزانو د پوځي حضور پرمهال وتپل شوو. بیا تر ۲۰۱۴ کاله پوري په افغانستان کې هیڅ رژیم او ډله دې ته حاضره نشوه چې دا تړون په رسمیت وپیژني ؟

د ډیورنډ کرښي د رسمیت غوښتني په بیلابیلو دورو کې
ډیورین لین او طالبان
کله چې د برحقه جهاد په پیله کې روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان یې پښي سپکې کړي، د مجاهدینو په راتګ سره متاسفاته چې دوي ونه توانیدل تر څو یو مرکزي حکومت قایم کړي، هماغه وه چې کورنۍ جکړه پیل شوه…
د مجاهینو د خپل منځي جګړو او جنایتونو په پیله کې افغان ولس مجبور شو د مجاهدینو په مقابل کې قیام وکړي چې په پیله کې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شوه، چې په دې سره په افغانستان کې یو اسلامي قانون او نظام قایم شوو، چې په ورته وخت کې د څو هیوادونو نه غیر نوره دونیا دې ته تیاره نشوه چې دطالبانو اسلامي نظام په رسمیت وپیژني، همدلته وه چې پاکستان د طالبانو ددې کمزورتیانه په استفادې هڅه دا کوله تر څو په طالبانو ډیورنډ په رسمیت وپيژني، د بېلابیلو فشارونو برسیره یې، درې ځلې په رسمي ډول د ډیورنډ لین د منلو او لاسلیک غوښتنه کړی.
او طالبانو په هر ځل سره رډ ځواب ورکړی، د افغانستان دملي مصالیحو دساتنې په خاطریې د پاکستان د امتیاز او فشارونو پروایې نده کړي.
د پاکستان د نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولی خان د ملاعمر دریز د پاکستان سره د ډیورنلین لین د رسمیت په اړه په یو مرکه کې بیان کړی هغه وایې:
(( چې د طالبانو مشر ښاغلي ملامحمد عمر مجاهد د پاکستان کورنیو چارو پخوانی وزیر او د خیبرپښتونخوا والي نصرالله بابر د ډیورنډ پر سر له درستخوانه پاڅولی و. ………..
هغه وايي چې نصر الله بابر ملاعمر ته وویل چې د ډیورنډ کرښه ومنه، هر څه ستونزې به حل شي.
ملا عمر چې ورسره په درستخوان ډوډۍ ته ناست و نصر الله بابر ته وویل: «کېږده د نوړۍ دې. پاڅه، خاینه او ځه ! ))
بل ځل د پاکستان دوخت واکمن پرویز مشرف غوښتل چې له ملاعمر سره د ډیورنډ لین په اړه خبري وکړي، جلالدین حقاني په یوه خاطره کې وایې چې ما دا خبره (لوی ملا) ته وکړه هغه ویل چې موږ اوس تیار نه یو چې په ډیورن لین خبره وکړو دا مسله د ملت ده ، هماغه وو چې بیا پرویز مشرف په خپل کتاب کې هم ذکر کړی او (ملا صیب) یې یو مغرور واکمن یاد کړی وو.
د طالبانو د قوي د اخلي او خارجي پالسیو له برکته وو چې دوښمن او ګاونډیو د افغانستان دملي مصالحو په خلاف اقدام نشووایې کولای.
د (۱۱) سپټمبرد پیښې راورسته امریکا د پاکستان د همکاری او هډو په شتون کې په افغانستان یرغل وکړ.
او طالبان یې د توررستانو په نامه تورن، او په خلاف یې د خپلې وسې د هر رنګه وسیلو استفاده وکړه، او په افغانستان کې په خپل شتون کې د خپلي خوښې یو نظام رامنځته کړ.
یو شمیر شننونکې وایې دا چې پاکستان د امریکا سره د افغانستان په نیولو کې پوره همکاري کړې وه او له امریکایانو یې امتیاز دا غوښتی وو چې ډیورن لین به ورته رسمي کوي.
حامد کرزی او ډیورن لین
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې څوڅو ځلې د ډیورن لین مسله راپورته شوه.
په کنړ توغندي وریدل پیل شوو، آن یو ځل تر ګوشتې پورې پاکستان فوځ رارسیدلي وو، چې د افغان فوځ سره یې څو څو ځله مخامخ جګړې هم وشوې، د ننګرهار په ځینو ساحو کې څوکیلومتر د افغانستان په خاوره یې پوستې واچولې، بیلا اخیره د کرزي په دوره کې امریکا او پاکستان سره د فشارونو په دې ونه توانیده چې د ډیورن لین مسله د رسمیت خواته یوسي، او نه هم امریکا په دې وتوانیده چې امنیتي تړون دې ورسره امضا شي.
اشرف غنی او ډیورن لین
امریکا بیلااخیره دداسې یو نظام او واکدار په لټه کې وه چې خپلې غوښتنې په کامل ډول پرې ومني او دامریکا ګټو ته وفادار وي، هماغه وو کله چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ولسمشري انتخابات وشول امریکا خپلو هیلو ته پکې ورسیده، او داسې یو څوک یې واک ته رامخې ته کړ چې بغیر د کوم شرطه یې امنیتي تړون لاسلیک کړ.
او په نوم د ملي یوالي د حکومت بنسټ کیښودل شوو، هماغه وو چې پاکستان هم دخپلي غوښتني د پوره کیدو لپاره له ولسمشر غنی سره پټې معملي شروع کړې،
د پاکستاني استخباراتو (ای ایس آی ) سره استخباراتي معلومات شریکولوهوکړه وشوه، او هم یې د لومړي ځل لپاره د افغان ملي اردو افسران د پنجاب تعلیمي مرکزونو ته د تعلیم لپاره د لیږلو سره سره لومړی د ډاکتر غني په وخت کې پر پښتنو قبایلو د ډیورنډ پر پوله د اوښتو را اوښتو بندیز او پر سر یې معامله وشوه.
د کنړ، ګوشتې او کندهار ځینې افغان سیمې د یوې معاملې په ترڅ کې پنجاب ته پرېښودل شوی، ولس او رسنیو دا موضوع راپورته کړله، چې ولې حکومت یې پر سر لا تر اوسه هم پټه خوله دی.
د ډاکتر غني د حکومت له پیله تر همدا ننه ، پاکستانی (پنجابي) پوځ هره ورځ افغان خاوره (کنړ او خوست ولایتونه) پر راکېټونو ولي، مګر حکومت پرې چوپه خوله او داسې ښکاري لکه دغه سیمه چې د دې هیواد برخه نه وي.
بل لور ته د ډېورنډ پر کرغېړنه کرښه د پنجاب لخوا نږدې دوه کاله کیږي چې اغزن تار تېریږي، هغه تار چې ټول لګښت یې امریکایان ورکوي، مګر د افغان حکومت له لوري په دې اړوند د ولس او سیاستوالو له جدي اعتراضونو سره سره، تر اوسه یو جدي ګام ندې اخیستل شوی .
په ورته وخت کې ځینو لومړپوړو چارواکو په دې مسله جدي غبر ګون وښوده ، او د ډیورنډ په تړاو یې له ځینو رازونو پرده پورته کړه چې د هغې له جملي نه د ګډ حکومت په لومړيو فاروق وردګ وويل، چې اشرف غني ډيورنډ پر سر معامله کړې او (اويا ميليونه ډالر) يې اخيستې دي، خو حکومت پر ځای د دې، چې له هغه سپيناوی وغواړي، نوموړي ته يې د پارلماني چارو وزارت ورکړ او خوله يې پټه شوه.
همداشان څه موده وړاندې د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل هم یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ښه په سراحت وویل غني چې په لندن کې د يوې ناستې پر مهال د ډيورنډ په اړه پاکستان ته لاسليک کړی دی.او له پاکستان څخه یې څه باندې ۷۰ میلیون ډالر د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د یوې معاملې په ترڅ کې اخیستي.
د چارو کارپوهان او څارونکي وايي، حکومت د ډيورنډ کرښې په اړه پاکستان ته لاسلیک کړی او په دې اړه يې وروستۍ څرګندونې د خلکو د غبرګونو د خاموشه کولو هڅه ده او هېڅکله به د ډيورنډ په تړاو د پاکستان پر ضد ملګرو ملتونو او يا هم نړيوالې محکمې ته رجوع ونه کړي
تیره ورځ په همدې تړاو د پاکستان مشهورې اردو ورځپاڼې جنګ په يوه تازه تحليل کې ويلي ،چې پر ډيورنډ د اغزن تار تکميليدو حال کې، د افغان ملت او حکومت له چوپتيا ښکاري چې ډيورند يو منل شوی سرحد او نور افغانستان له دې داعيې سره بې علاقې شوی دی. تحليل کې وړاندې راغلي چې وروستيو کلونو کې د پاکستان حکومت په دې بريالی شو، چې د امريکا په مالي مرستو د اغزن تار غځولو پروژه د تکميليدو پړاو ته نيږدې کړي.
دې تحلیلونو ته په کتو داسې ښکاره کیږي چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته، چې د دومره بربنډو شواهدو سره سره بیا هم په دې اړه دواړه لورو چوپتیا په دې دلالت کوي چې ډيورنډ کرښه د یوي رسمې کرښې په توګه منل شوي، لرې نده چې دا پټې معملې به لږ وخت کې را برسیره شي، خو بیا به له ورښه اوبه تیري وي، ولس ته پکار دې چې له حکومته ددې مسلې جدې سپیناوی وغواړي.

ماخذونه
معاصر تاریخ.
ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز اونیزه
امریکا غږ، امارت پاڼه، جنګ ورځپاڼه

مربوطه مطالب

Back to top button