پاکستان: سختې زلزلې مالي او ځاني تلفات اړولي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ تله ، ۱۳۹۸ل)

سختې زلزلې د پلازمینې اسلام اباد، لاهور او پنجاب په ګډون د پاکستان یو شمېر نورې سیمې لړزولې دي.

ددې هېواد د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې و او مرکز یې د پنجاب ایالت جهلم ښار ښودل شوی دی.

راپور زیاتوي، جهلم کې یو سړک او افضل پور سیمې ته نژدې یو پل نړېدلی دی.

د یاد هېواد مرستندویه چارو همغږې کوونکې ادارې ( این ډي ایم) مشر جنرال محمد افضل شخصي ټلویزیون جیو سره خبرو کې وویل، زلزلې د میرپور او جهلم سیمې اغېزمنې کړې دي.

دتلفاتو په اړه ویل شوي چې تر اوسه په میرپور سیمه کې یوې ماشومې په ګډون د څلورو کسانو وژل کېدو او ټولټال ۵۰ کسانو ټپي کېدو رپوټونه دقیق شوي دي.

ځینې نورې پاکستانۍ رسنۍ بیا تلفات لوړ ښیي، دوی دمړو شمېر تر لسو او ټپیان تر سلو زیات یادوي.

په ټولنیزو رسنیو کې له لاس په لاس شویو عکسونو څخه مالومیږي چې ممکن مرګ ژوبله له دې هم لوړه وي، خو تراوسه دتلفاتو دقیق ارقام نه دي په ګوته شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button