ويسا: راتلونکي انتخابات به د افغانستان د تاریخ تر ټولو بد انتخابات وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳، چهارشنبه)
له کابله خپریدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته کتنه کړې زياتوي چې د شفافو او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کيدو هيلې نه له افغانانو سره شته او نه له بهرنيانو سره.
ويسا لیکي، د انتخاباتود څارونکيو بنسټونو انديښنې، بايوميټریک دستګاوې، د چارواکو لاسوهنو ستونزې او امنيتي ننګونې ښيي چې راتلونکي ولسمشريز انتخابات به د افغانستان د تاريخ تر ټولو بد انتخابات وي.
سرمقاله کې راغلي، چې د امریکا سفير او یو شمير نورو بهرنيانو څرګندونې ښيي چې هغوی هم د انتخاباتو پر روان بهير ډاډمن نه دي چې دغه ډول انتخابات بهرنيو لوريو ته د مداخلې، لاسوهنو او پریکړو ته زمينه برابروي.
ويسا اندېېښنه څرګندوي، چې دواړه حکومتي ټیمونه تر نورو کاندیدانو وړاندې دي او ښايي په دې ډاډه وي چې يوځل بيا به پخوانۍ نسخه عملي او په ګډوله حکومت سره جوړ شي خو زياتوي که یوځل بيا د جان کيري زړه نسخه وتپل شوه نو افغانستان به د بربادۍ په لور ولاړ شي.
په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين موده نن د تلې مياشتې په ۳ نيټه پای ته رسيږي او راتلونکې شنبه د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کيدو ورځ ټاکل شوې ده.
طالبانو ګواښ کړی چې ولسشمريزې ټاکنې به ګډوډوي او خلکو ته يې د اعلاميو او خبرپاڼو له لارې ويلي چې د ټاکنيزو مرکزونو او کمپايني غونډو ليرې و اوسي او په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.



