هرات: د نامالومو وسلوالو له لوري د یوه کور ۶غړي په مرموز ډول وژل شوي

کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هرات ښار څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې پرون مازدیګر مهال د نامالومو وسلوالو له لوري د یوه کور دوه ښځې او ۴ نارینه په مرموز ډول ووژل شوي دي.
نن جمعه د سلواغې په ۰۲مه د هرات د حوزوي روغتون ویاند رفیق شېرزي رسنیو ته ویلي دي چې د ښار اړوند، کندهار دروازې سره په فیروز اباد سیمه کې له یوه کوره د ۴تنو مړي موندل شوي دي چې په مرموز ډول وژل شوي وو.
نوموړی وايي، روغتون ته د دوو هلکانو ، چې یو یې ۱۴کلن او بل یې ۲۵کلن دی، او د دوه ښځو چې د یوې ۲۴کاله او د بلې ۴۵کاله عمرونه دي، جسدونه راوړل شوي دي.
له بلې خوا د امنیه قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي رسنیو ته د لومړنیو پلټنو له مخې ویلي دي چې یاد کسان د غیر اخلاقي کړنو له امله وژل شوي دي.
ده همدا راز رسنیو ته ویلي دي، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي، چې د پېښې سره په تړاو يې یو مشکوک تن نیولی دی.
د ځایي خلکو پر وینا چې د پېښې علت نه دی مالوم.



