افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاء چې دوی د چارسدې برید کې لاس لري؛ رد کړه

کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره چهارشنبه د مرغومې په ۳۰مه د پاکستان هېواد د خیبر پختونخوا په چارسده کې د باچا خان پر پوهنتون د نا مالومو وسلوالو له خوا برید ترسره شو چې له امله یې ۲۰تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.
تېره ورځ پنجشنبه د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه رسنیو ته ویلي وو چې له بریدګرو سره یې افغاني سیم کارټونه موندلي دي، او دا برید یې په افغانستان پورې تړلی وبللو، او شواهد لري چې پر باچا خان پوهنتون باندې د برید پر مهال بریدګر افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره په تماس کې وو.
اوسمهال د افغان ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د پاکستان یاده ادعاء رد کړی شوې ده.
په اعلامیه کې د باچا خان پر پوهنتون برید په سختو ټکو د غندلو تر څنګ د پاکستان د پوځ د ویاند عاصم باجوه یاده ادعاء بې بنسټه بلل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان پر خلاف وسلوالو ته یې نه پټنځایونه او نه یې هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button