غزني: ګډو ځواکونو د دوو ميرمنو په شمول پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳، چهارشنبه)

د غزني ولايت په شلګر ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښځو په شمول پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په جوی چهار سيمه کې ترسره شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو د سيمې دوه مسجدونه او یو کور ويجاړ کړي او د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړي، د خلکو قيمتي مالونه او پيسې يې له ځان سره وړي دي.

دوی زياتوي، د عملیاتي عسکرو په ډزو څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دوه نارینه پکې وژل شوي او دوه ميرمنې ټپيانې دي.

د غزني چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عملیات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي خو چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

مربوطه مطالب

Back to top button