کرزی: راتلونکې ټاکنې به داهېواد لا ډېر کړکېچ، نا امنۍ او نفاق ته ټېل وهي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا راتلونکې ټاکنې دهېواد په ضرر ګڼلي او په وینا یې چې د راتلونکې شنبې ورځې ټاکنې ممکن هېواد د بې ثباتۍ لور ته بوځي او له طالبانو سره د سولې چانس به هم لا ډېر وګواښي.
حامد کرزي د سې شنبې په ورځ له ایسوشېټېډ پرېس اژانس سره مرکه کې دا خبرې کړې دي.
کرزی ویلي ولسمشرۍ ټاکنې له طالبانو سره د سولې او د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو چانس لا نور ګواښي.
نوموړي ټاکنې د هغه کس سره ورته بللې چې د زړه ناروغي لري، خو څوک ترې د مرتان منډې غوښتنه وکړي.
د هغه په اند، جنجالي رایې ور کول چې له تاوتریخوالي سره به هم وي هېواد نور هم بې ټیکاوه کولی شی.
نوموړي خبرداری ور کړی، د مهالوېش له مخې د شنبې په ورځ ټاکنې دا بلقوه امکان لري چې هېواد لا ډېر کړکېچ، ناامنۍ او نقاق لور ته بیايي.
حامد کرزي سملاسي د سولې خبرو پیلېدو غوښتنه وکړه، چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ نه بلکې د افغان مشرانو او چارواکو سره هم وي.
د چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر حامدکرزي، یونس قانوني، عطام محمد نور او نورو په ګډون غونډه کې هم په اوسني حالت کې ټاکنې مناسبې ونه بلل شوې
خو دولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا ټاکنې یو ستر مجبوریت بللی، دکرزی څرګندونې یې غندلي، اوخلک یې ټاکنو کې دګډون لپاره رابللي.



