متقاعد جنرال ډان هارویل: دسولې خبرو لغوه کېدا به جګړه لا خونړۍ کړي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)

امریکايي متقاعد جنرال، ډان هارویل، لیکي د طالبانو سره د سولې د خبرو لغوه کول د اندېښنې وړ موضوع ده، ځکه د ټرمپ دا فیصله به جګړه لا خونړۍ کړي.

جنرال ډان هارویل لیکي د افغان د جنګ ټول طرفونه ستړي دي. جنګ یو بن بست ته رسېدلی دی. خو په عین زمان کې، امریکا او طالبانو د جنګ تشدیدولو ته کش ورکړی دی، مګر دا باید ومنو چي د جنګ دوام به د قواوو انډول بدل نه کړي.‌

امریکایان او طالبان دوه آپشنه لري، اول دوی کولای سي چي جنګ ته ادامه ورکړي. دوهم، بېرته خبري شروع کړي. که چیري لومړی آپشن تعقیب کړي. دواړې خواوې به زیات تلفات وګوري. خو که چیري دوهمه لاره انتخاب کړي؛ د ټولو په ګټه ده.

جنرال ډان هارویل په آخر کي لیکي ټرمپ پر دو راهي باندې ولاړ دی. یوې خوا ته د یوه عبث او بې معنی جنګ تداوم دی چې نور اکثره امریکایان باور پرې نه لري. بل طرف ته د جنګ د ختمولو یوه واقعي لاره ده. زما هیله دا ده چي جمهورریس ټرمپ د خبرو لاره انتخاب کړي.

تردې وړاندې هم ځینې لوړ پوړو امریکایي چارواکو او غربي نشریو له امریکایي ولسمشر څخه یوځل بیا دسولې خبرو دپیل غوښتنه کړې، اوددې قضیې واحد حل یې سیاسي ډیالوک بللی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button