نبیل: تېرو پنځو کلونو کې شپیته زره دولتي سرتیري مړه او شپږ لکه نور ټپیان شوي
کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبيل یوځل بیا حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی، اوتیره پنځه کلنه دوره یې ددولتي تلفاتو له کبله تر ټولو خونړۍ بللې ده.
نبیل چې نن یې د ټاکنيزو کمپاينو په وروستۍ ورځ، يوه کمپايني غونډه کې خبرې کولې ويلي، تيرو پنځو کلونو کې شپيته زره دولتي سرتيري وژل شوي او شپږ لکه نور ټپيان شوي دي.
دا ارقام نږدې شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر غني پنځه څلویښت زره یاد کړي و، خونبیل یې تر هغې لوړ یادوي.
نبیل دنورو نوماندانو خلاف دسولې راتګ له نظامي فشارونو ممکن بولي، خو دابرنامه یې ځکه لا له وړاندې ناکامه بلل شوې چې دلته لکونو بهرنیو ځواکونو دنظامي فشار له لارې طالبان سولې او تسلیمۍ ته اړ نکړای شوای.
کتونکي وایي، اوس سوال دادی، چې ایا دامریکا او واشنګټن ګټې زموږ له لکونو او زرګونو قربانیانو موږ ته لوړې اومهمې دي؟ داهغه سوال دی چې ټول به یې ځواب په نه ورکړي، نو ولې باید دبهرنیانو شتون خپل مجبوریت وګڼو اوپاتې کېدا ته یې افغانان ووژنو!



