کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
اسوشیټډ پریس خبري اژانس لیکي، یو وخت امریکا ۷۱ کلن ګلبدین حکمتیار ته د «تروریسټ» خطاب کاوه، خو اوس هغه په کابل کي پخپله ستره ماڼۍ کي ناست، او د جمهوري ریاست یو کاندید دی.
هغه وايي که چیرې په انتخاباتو کي ټګي برګي وسي، دا به یو داسي سیاسي بحران ایجاد کړي چي حتی امریکا به يې هم د فیصله کولو اوکنټرولولو توان و نه لري.هغه وايي چي حالات به له کنټروله ووزي، او هیڅوک به يې د قابو کولو قدرت و نه لري.
اسوشیټډ پریس لیکي بین المللي ټولني خبرداری ورکړی دی چي دا ځل به مداخله و نه کړي، اوپرې به ږدي چې دوی په خپل مابین کې دټاکنو ګټونکی اعلان کړي.
اسوشیټډ پریس دخپل مطلب په دوام لیکي، حکمتیار د ګټولو چانس نلري، خو هغه کولای سي چي له اشرف غني څخه زیاتي رايي راکش او انتخابات دوهم پړاو ته یوسي.
تردې وړاندې دکرزي په مشرۍ ځینې افغان سیاسیونو او امریکایي چارواکو هم راتلونکې ټاکنې بحراني او کړکېچ ایجادونکې بللي، دوی له هرڅه وړاندې دسولې خبرو بیا پیلېدا او له هغې وروسته د رڼو ټاکنو غوښتنه کړې ده.















