امریکا ته د ایراني چارواکو په ورتګ بندیز لګیدلی دی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۴تله، ۱۳۹۸)

امریکا ته د ایراني چارواکو او د دوی د کورنۍ د غړو په ورتګ بندیز لګیدلی دی.

یاد اقدام امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په ضد د نویو بندیزونو د لګولو په لړ کې ترسره کړی دی.

واشنګټن په تهران د لا نورو بندیزونو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې ایران د ترهګرو یو ملاتړ کوونکی هیواد دی.

د ټرمپ په خبره ایراني چارواکو او کورنۍ یې که د هر مقصد دپاره امریکا ته راځي خو په وینا یې چې دلته یې وجود خطرناک ثابتیدلای شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ وروسته له هغه یو ځل بیا اړیکې زیاتې خرابې شوې چې په سعودي کې د تیلو په چڼځایونو خونړي بریدونه وشول او دروند مالي زیان یې واړولو.

د دې بریدونو پړه حوثیانو په غاړه واخسته خو سعودي او امریکا یې پر ایران ورتپي.

مربوطه مطالب

Back to top button