کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۴تله، ۱۳۹۸)
د هند د بهرنیو چارو وزیر “جي شنکر” ویلي چې د افغانستان جګړه فقط د خبرو له لارې حل کیدلی شي.
شنکر ویلي، امریکا په افغانستان کې له ۱۹کلنې جګړې وروسته لا هم نه ده توانیدلې چې په دې هیواد کې تاوتریخوالی راکم کړي.
نوموړی د افغان هند د اړیکو په اړه ویلي چې د دوی لپاره افغانستان ډیر ارزښت لري او په ټکو یې چې له دې هیواد سره هر وخت مرستې او همکارۍ ته تیار دی.
دی وایي، هند د افغانستان د مسئلې د سولییز حل په لټه کې دی او په ټکو یې چې دوی د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د سیمې او نړۍ هیوادونه ټول په دې باور دي چې د افغانستان مسئله پرته له دې چې د خبرو له لارې حل شي، بله لار ممکنه ده.
طالب او امریکایي لوري د تیر یوه کال راهیسي د افغان قضیې په سولییز حل سره وغږیدل او بالاخر یوې هوکړې ته ورسیدل خو په وروستیو شیبو کې د ټرمپ لخوا د خبرو د دریدلو اعلان وشو.


















