کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله اسوشیټډ پریس ته په یوې تازه مرکې کې شکایت کړی چې اشرف غني له خپل صلاحیته سوء استفاده کوي.
عبدالله عبدالله پریس ته زیاته کړې، په انتخاباتو کي د اشرف غني دا راز مداخلې جنجالونه جوړوي او دیموکراسي تهدیدوي.
ډاکټر عبدالله وايي د جعلي رایو څخه زیاته اندېښنه لري. هغه وايي چي زیات شکایتونه يې ثبت کړي دي.
اسوشیټډ پریس لیکي که چیري د انتخاباتو نتایج جنجالي سي، هیواد به بې ثابته اونوي کړکېچونه وزېږوي.
پریس دخپل مطلب پر دوام زیاته کړې، زیاتره افغانان اندېښمن دي چي د بایلونکي کاندید پلویان به جګړو او تشدد ته مخه کړي.
داپه داسې حال کې ده چې غوڅ اکثریت افغانان له ټاګنو سر ټکوي او دسولې په تقبیحولو سره ددایمي سولې، سوکالۍ غوښتنې کوي.


















