چې په لمانځه نه پوهېږي، د افغان ولس ذمامداري به څنګه وکړي؟؟

غورځنګ
د کابل د ادارې مشر اشرف غني چې ځان د افغانستان مشروع ولسمشر ګڼي او هر وخت دا دعوه کوي چې ګواکې ما ته رائيه افغان ولس راکړې ده، او زه د افغان ولس په انتخاب راغلی يم، د امريکايانو په ټانګونو باندې سپور!! نه يم راغلی، او د دغه ډول ويناوو په ترڅ کې دا هم وايي چې له احمدشاه بابا رح څخه واخله او تر کرزي پورې ټول د جنګونو په توسط واک ته رسېدلي دي يا يې ورور وژلی او يا يې هم د واک پر سر بل څوک وژلی بيا واک ته رسېدلی دی، په هر صورت ولسمشر غني ادعا کوي چې زه د افغان ولس په انتخاب راغلی يم او واک ته رسېدلی يم او د افغانستان په تاریخ کې نور ټول واکمنان د زور له لارې واک ته رسېدلي دي،
د افغانستان تېر تاريخ ته په کتو سره بايد ووايو چې دلته هغه څوک واکمني کولی شي او واک ته په پوره اسانۍ سره واک ته رسېدلی شي؛ څوک چې اسلامي عقيدې او دين ته ژمن وي او د اسلامي واکمنۍ د کولو سابقه يا مخينه ولري.
مثال يې همدا احمد شاه ابدالي رح راواخلو کوم چې ولسمشر غني وايي چې په زور واک ته رسېدلی دی.
کله چې په اېران کې د نادر افشار واکمني پای ته ورسېدله په دې وخت کې چې نادر افشار يو ظالم واکمن و، افغانستان يې هم اشغال کړی و، کله چې نادر افشار د خپلو ترکي غلامانو له لوري ووژل شو نو دغه وخت افغانانو سره دا احساس پيد ا شو چې خپلواک نظام جوړ کړي تر څو افغانانو ته سوکالي او ښېرازي راوړي.
نو هماغه و چې د نادر افشار په پوځ کې د افغاني قطعاتو مشران چې يو يې نورمحمد خان غلجی او بل يې ځوان سالار احمد خان و، دوی دواړه له نورو ډېرو نورو افغاني مشرانو سره د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې راجمع شول تر څو د افغانستان راتلونکی سرنوشت وټاکي، دغې جرګې چې نهه ورځې يې دوام وکړ، په خپل منځ کې په دې متفق نشول چې يو مشر وټاکي، نو يې خپل ټول واک د همدې زيارت يوه منجاور (صابر شاه کابلي د لايخوار زوی) ته ورکړ، هماغه و، چې په لسمه ورځ صابر شاه کابلي د پنځه ويشت کلن احمد خان پر سر د غنمو له وږيو څخه جوړ شوی يو تاج ورکېښود او دا يې د افغانستان د ټولواک په حيث اعلان کړ.
په دې وخت کې د هند مسلمانان د هندوانو، سکهانو، مرهټيانو، راجپوتانو، او نورو کفري قومونو څخه ډېر سخت تنګ شوي وو، ځکه چې د مغلو اسلامي واکمني له منځه تللې وه، او انګرېزانو د هند خاورې ته نوی سر راښکاره کړی و، نو دهند مسلمانان د افغانستان له خاورې څخه د يوه داسې شخصيت لپاره انتظار و، تر څو يې له دغه ډول ظلمونو او وحشتونو څخه وژغوري.
د دغه وخت له وليانو او بزرګانو شخصيتونو څخه يو هم شاه ولي الله الدهلوي رحمه الله و، چې تر ټولو ډېر د يوه اتل شخصيت د راښکاره کېدلو لپاره دعاګانې کولې تر څو د هند د نيمې وچې مسلمانان د کفارو له ظلمه څخه وژغوري.
هماغه و چې کله چې احمد شاه ابدالي واکمن شو نو د شاه ولي الله الدهلوي رحمه الله خط ورته ورسېده او د مسلمانانو حال يې پکې ليکلی و او دا يې هم پکې ليکلي و چې پر کفارو بريد وکړي او د مسلمانان يې له شره وساتي.
لنډه دا چې مسلمانان يې مکمل د کفارو له شر څخه خلاص کړل.
نو اوس راځو دې ته چې په افغانستان کې هغه څوک ښه واکمنۍ کولی شي چې د احمد شاه ابدالي په څېر شخصيت او اسلام ته وفادار وي.
پاتې شوه دا چې غني چې د امريکايانو لخوا د افغانستان د تورې ليکې يعنې يوازې يو څو ښارونو واکمن وټاکل شو. په داسې حال کې چې بلکل اسلامي ارزښتونه پېژني هم نه، نو داسې شخص کله هم د افغانستان سرنوشت نشي ټاکلی ځکه چې افغانستان د اسلام ملک دی، دلته به مسلمان واکمن وي.
ولسمشر غني ته خو چې د ده خپل اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د لمانځه تېرولو چلنج ورکړی و، هم ورڅخه په شا ولاړ، ځکه چې لمونځ يې بلکل نه دی زده، نو دی به د افغانستان په څېر د يوه سوچه اسلامي هېواد ذمامداري څنګه وکولی شي؟؟
ولسمشر خو په خپلو پخوانيو خبرو کې ويلي چې امام حسين نواسه يی خداوند است، نعوذ بالله.
نو دی چې تر اوسه په دې نه پوهېږي، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم لمسيان نعوذ بالله الله ج ته منسوبوي، نو دی به د افغانستان په څېر د داسې هېواد واکمني څنګه وکړي؟ چې په دې خاوره کې د اسلام تاريخي علماء تېر شوي دي؟
ولسمشر غني خو د دعا لپاره لاسونه پر نامه ږدي لکه په لمانځه کې چې د قيام په حالت کې وي، نو داسې يو له دين څخه نا اګاه سړی به څنګه د افغانستان په څېر د علم او ادب د زانګو سرنوشت څنګه وټاکي؟؟
ولسمشر غني خو د سعدي شېرازي کتاب اسماني کتاب بللی، يعنې له دين څخه دومره لرې پاتې دی چې د شاعر يا اديب د کتاب او اسماني کتاب توپير هم نشي کولی نو دی به د افغانستان په څېر د يوه سوچه اسلامي هېواد سرنوشت څنګه وټاکي؟؟
او پرون يې چې په تلوېزيون کې ادعا کړې چې ګواکې ما د پاکستان په مدرسو کې پنځه کاله ديني درس ويلی او يو کال مې سيرت النبي صلی الله علی وسلم لوستلی دی، او پر اسلام مې نړيوالې مقالې ليکلي دي چې اوس يې هم خلک لولي،
تحليل:
اول خو دا چې ولسمشر بايد هغه مقالې چې ده يې د ليکلو ادعا وکړه چې ما پر اسلام ليکلې دي، وښايي، چې په کوم ډول موضوعاتو يې ليکلي دي؟؟
څنګه مقالې دي؟ تر څو د افغانستان ملت هم ورڅخه مستفيد؟؟ شي.
دويم دا چې داسې سړی چې پنځه کاله يې په مدارسو کې سبق ويلی وي، ولې د لمانځه له مناظرې څخه تښتي؟؟
دی خو بايد په اسلامي مضامينو باندې داسې جراره غږېدلی چې بايد له ټولو کانديدانو يې په ديني مضامينو کې امتحان اخيستی وای!
نو دی ولې د لمانځه له پوښتنو او مناظرې تښتي؟؟
دريم دا چې که ولسمشر سيرت النبي لوستلی وای نو بيا يې ولې امام حسين رضی الله عنه ته نواسه خداوند وايه؟؟
ايا دا په سيرت کې نه دي ښودل شوي؟؟
ايا په دې يوه عادي مسلمان ماشوم نه پوهېږي؟؟ چې امام حسين رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ګران لسمی دی؟؟
په هر صورت ولسمشر غني چې بلکل له اسلام دين څخه لرې واقع دی، نو دا چې افغانستان اسلامي هېواد دی بايد دی يې رئيس جمهور نه وي، او دی بايد بلکل د افغانستان د ذمامدارۍ دعوه ونه کړي.
ځکه چې افغانستان يوه مسلمان مشر ته ضرورت لري، او اسلامي هېواد دی نو واکمن به يې خامخا تر ټولو کلک مسلمان وي.



