حفیظ الدین پیرزاده
په دې لیکنه کې زہ په دې نه غږیږم چې انتخابات په یوہ اشغال شوي ھیواد کې څومرہ شرعي او حقوقي مشروعیت لري.؟!!
پر دې به ھم سترگې پټې کړو چې د یوہ ھیواد له نیمې زیاته برخه عملاً د دولت له مخالفینو سرہ وي، ھلته به ولسمشر څرنگ د خلکو په رایو راغلی وي؟!!
دلته غواړم واضحه کړم چې له انتخاباتو مختلف طرفونه کومې گټې پورته کوي او موخې یې څه دي؟!!
۱- امریکا
په افغانستان کې شفاف، راڼه او عام شموله انتخابات د امریکې او په ټوله کې د غرب په گټه نه دي.
په داسې حال کې چې موږ د تیرو انتخاباتونو ترخې تجربې لرو چې د غربي اشغال تر سیوري لاندې تر سرہ شوي، د دې اټکل کول چې دا انتخابات به د افغانستان په تاریخ کې تر نورو ھغو ډیر کرغیړن او له فسادہ ډک وي، گران نه دي.
خو بیا ھم امریکا او غرب ولې په افغانستان کې انتخابات غواړي؟!
ځکه چې:
الف: خپلو ولسونو ته دا وښئي چې دوی په افغانستان کې دیموکراسۍ ته کار کوي.
غرب په حقیقت کې خپل خلک په دې قانع کول غواړي چې په افغانستان کې یې حضور د ولسواکۍ د تقویې لپارہ دی.
ب: امریکا په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې یواځې د منتخب نوم پرې لگیدلی وي او نور په فساد، درغلی او تقلب را منځته شوی وي.
واگي یې د بې مور او بې پلارہ، بې نوم او بې نشانه ټامیانو په لاس کې وي چې د وطن وقار ، حیثیت او ملي گټې ورته مھمې نه وي بلکې دلته له غربي نړۍ څخه د پیسو په گټلو پسې راغلي وي او دا کار یواځې د امریکې په خوشاله ساتلو پورې مربوط بولي.
بیا به امریکایان په خلاص مټ له طالبانو سرہ ډیل کوي.
افغان حکومت به دومرہ ضعیف، له ولس څخه لیرې او پر ځان نا باورہ وي چې د امریکا ھرہ کړنه او فیصله به ورته د منلو وي او په مقابل کې به یې د مخالفت جرئت نه شي کولای
ت: امریکا په دې پوھیږي چې انتخابات به ناندریز کیږي او بیا به دویم پړاو ته ځي.
امریکا په بحران کې بل بحران ته لار ھواروي تر څو خلک متفرق او بې اتفاقه شي، پخپلو مسایلو کې نور ھم ونښلي او دوی په شمال کې د داعش مړ ژواندې پروژہ یو ځل بیا راژوندۍ کړي
۲- غني
غني امریکائي موخو ته د یو پروگرام شوي کمپیوتر پشان کار کوي.
ھغه ھم غل دی خو د زرداد پشان پاټک نه اچوي بلکې د کانټرکټونو، تصدیو، د بي بي گل لبناني خپلوانو شرکتونو ته د قراردادونو د ورکړې او ھغې ته د پروژو د ورکړې له لیارې غلاوې کوي. داسې غلاوې چې خلک ښایي لس کاله وروسته پرې پوہ شي.
غني ته د امریکا نبض مالوم دی، ھغه پوھیږي چې امریکا په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې گوډاگی، فاسد، بې حیثیته او ولس استفراق کړی وي.
او ھغه ته د داسې خصایصو لرونکیو حکومتونو په کتار کې ځان بې بدیله ښکاري نو په ھمدې امید میدان ته شوی چې د پاچاھۍ امریکایي باز به ھم د ھغه په اوږہ کیني!
۳- عبد الله عبدالله
د یو نا متجانس ټیم مشري کوي، پخپله د ژبني او سمتي تعصب گرځندہ سمبول دی. د واک پر مھال یې ان ھغه تاجک ھم ځان سرہ نه مقررول چې په پښتون میشته سیمو کې یې کورونه و.
خو اوس یې یو څو بې عفته د قدرت وږي پښتانه مشران ھم پر ځان را ټول کړي. د رباني د جمعیت گوند یې ھم تر شا ولاړ دی.
عبدالله پخپل لا شعور کې د فیدرالي افغانستان خوبونه ویني او دا ھغه څه دي چې امریکا یې ھم د افغانستان د ادارہ کولو لپارہ غواړي.
عبدالله فکر کوي ھغه د ھمدې موخې د تر لاسه کولو لپارہ د امریکایانو په خدمت کې تر ټولو بھترین انتخاب دی.
۴- حکمتیار
وایي یو څه او کوي بل څه! ھیواد اشغال بولي خو بیا د اشغال په حضور کې انتخاباتو ته ودریږي!!
آیا ھمدا اشغال ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه دہ؟!!
د حکمتیار اصلي موخه په ھر قیمت د اقتدار تر لاسه کول دي خو د دې انتخاباتو له لیارې نه!
ھغه ټول عمر د یو سخت دریځي مسلمان مشر په توگه د قدرت د تر لاسه کولو ھڅې کړي خو بریالی شوی نه دی. اوس غواړي د سخت دریځي دا داغ له خپل تندي پاک کړي او غرب یې د یو داسې معتدل مسلمان مشر په صفت وپیژني چې گواکې په انتخاباتو او نورو دیموکراتیکو ارزښتونو باورمند دی.
ھغه سرہ له دې چې پخپله ھم وایي انتخابات به له درغلی ډک وي خو بیا ھم پکې اشتراک کوي تر څو په راتلونکي کې د غرب په سترگو کې د یوہ معتدل مسلمان مشر په توگه مطرح شي او په ایندہ کې د حزب له قوي اثر او رسوخ څخه په استفادې له غربي نړۍ څخه د اقتدار د حصول لپارہ شین څراغ تر لاسه کړي.
خو حکمتیار که ھر څه دی، بیا ھم د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی، رایې به یې ھم تر غني او عبدالله پاکې وي او خپله ھم د شخصیت او علمیت په لحاظ تر ھغو دواړو ډیر لوړ دی!!

















