دامریکاسفارت ټاکنو کمیسیون ته: ژر تر ژره ۴۴۵ هغه مراکز مشخص کړئ چې دټاکنو په ورځ تړلي وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
په کابل کې د امريکا سفارت پر ټاکنو کميسيون او کورنيو چارو وزارت غږ کړی ،چې ژر تر ژره هغه ۴۴۵ د رايې ورکولو مرکزونه مشخص کړي ،چې د امنيتي ستونزو له امله د رايې ورکولو په ورځ تړلي دي.
امریکایي سفارت زیاتوي، له دې غوښتنې مو هدف دادی چې تر څو په هغه سيمو کې رايه ورکوونکي بې ځايه سرګردانه نه شي.
تردې وړاندې دټاکنو کمیسیون په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه چې دټولو هڅو باوجود دوی ونه توانېدل تر څو ۴۴۵ مرکزونه خلاص اوخلکوته د رایې اچونې فرصت برابر کړي.
دټاکنو کمیسیون دمراکزاو دبندېدو لامل دې سیمو کې دطالبانو له لوري دتهدید او نا امنیو شتون یاد کړی و، خو اوس چې ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده؛ لاهم دا مرکزونه نه دي مشخص.



