طالبانو دفاریاب قرمقل ولسوالۍ نیولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن جمعه دفاریات ولایت قرمقل ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ اوټولې دفاعي پوستې تر خپل تصرف لاندې راوستي.
طالبانو دیادې ولسوالۍ په نیولو سره دګڼ شمیر دولتي عسکرو دنیولو، وژلو او ټپي کولو دادعا ترڅنګ د ډیرو نظامي توکو《۲هاموي ټانګونو، ۴عرادې رینجر موټر او مختلف النوعه وسلو》له نیولو خبر ورکړی دی.
داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو دسمنګانو ولایت دره صوف پاین ولسوالۍ سقوط کړې وه، او ګڼ شمېر دولتي سرتیري یې وژلي او نیولي و.
طالبانو وروسته له هغه خپلې جګړې پراخې کړې چې دامریکایي ولسمشر له لوري لس میاشتني مذاکرات لغوه او ټول تمرکز په نظامي خونړیو جګړو وسو.



