پومپیو غني ته: دپایلو دمشروعیت لپاره باید دنوماندانو چلند له ملامتیا لرې وي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
دامريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپیو وروستیو اوازو اوغبرګونونو ته په کتو حکومت مشر اشرف غني ته په تلیفوني مکالمه کې یوشمېر سپارښتنې کړي دي.
پومپیو غني ته ویلي، د ټاکنو د پايلو د مشروعيت د تضمين لپاره اړينه ده تر څو د نوماندانو او د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو چلند له ملامتيا لرې وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له حکومت مشر اشرف غني سره په ټيليفوني خبرو کې ټينګار کړی، چې امريکا تمه لري تر څو په ټاکنو کې د نوماندانو او ټاکنیزو بنسټونو چلند له ملامتيا لرې وي.
پومپیو وروسته له هغې دا ګام پورته کړ چې ګلبدین حکمتیار اشرف غني په ناغېړیو تورن کړ چې ګویا دتقلب نیت لري؛ اوکه داسې وشي دی به دروند عکس العمل وښیي.
پومپیو غني ته زیاته کړې، هڅه دې وکړي چې ټاکنې شفافې وي څو د پايلو مشروعيت تضمین شي.



