کابلوف: دطالب او امریکایي لوریو ترمنځ دخبرو بیا پیل کې مرستو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ تله ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یوځل بیا دبندو مذاکراتو دبیا پیل لپاره د دریمګړي په حیث هر راز مرستو ته چمتوالی ښودلی.

کابلوف وايي، د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بيا پيل لپاره مرسته کوي، ترڅو افغان اتلس کلنه خونړۍ جګړه پای او افغانان دسکون ساه واخلي.

کابلوف تېره ورځ په نيويارک کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره تر لېدنې وروسته خبريالانو ته دا خبرې کړي دي.

کابلوف دخپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی به هڅه وکړي ترڅو په دې برخه کې په ګډه کار وکړي او ژر تر ژره دغه خبرې بيا پيل شي.

دطالب او امریکایي لوريو ترمنځ لس میاشتني مذاکرات وروسته له هغه لغوه اعلان شول چې طالبانو کابل کې په بهرنیو ځواکونو غبرګې حملې وکړې او درانده تلفات یې ور واړول.

مربوطه مطالب

Back to top button