راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
دافغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته فقط څو ساعته وخت پاتې دی، داځل افغانان دتېر په څېر نه، بلکه یو پارونکی شعار بدرګه کوي.
له تېرو درې ورځو راهیسې افغانستان مېشت شناندان، استادان او دسولې فعالان له یو نوي شعار سره خپل کمپاین چلوي.
دوی دخپل فیس بک پر پروفایل هغه عکس سریښ کړی چې په پښتو او انګلیسي پرې لیکل شوي《ټاکنو سره بایکاټ او سوله غواړو》
داکمپاین یواځې څو محدودو افغانانو نه بلکه غوڅ اکثریت پیل کړی.
بعضو وتلیو څېرو په خپلو ټوېټونو اوپوسټو کې پاتې خلک ددې ملي پروسې(سولې)ملاتړ ته رابللي.
دکابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دوو مختلفو ټوېټونو کې له راتلونکو ټاکنو سره مقاطعه اعلان کړې ده.
ځلاند غني ته په اشارې لومړی لیکلي، مپکر ته رایه د ناصالح ظلمونو ته رایه!
مپکر ته رایه د ټامیانو لوچکیو ته رایه!
مپکر ته رایه بمبارۍ ته رایه!
تاریخ مو څاری!
نوموړي په خپل دویم ټویټ کې نور واقیعتونه هم راسپړلي او زیاتوي، زموږ ماغزه استعمار شوي، له ډاره نشو ویلی چې د افغانستان د تباهۍ او جګړې اصلي لامل امریکا ده!
راځئ ټاکنې تقبیح او سوله وغواړو.
ځلاند له دې ټوېټونو وروسته دغني ملاتړو ښکنځلی دی، خو ده ددوی واقیعت همدا ردې بدې یادې کړي، او دهغو خلکو د شړلو ګواښ یې کړی چې پنځه کلنې لاسته راوړنې یې فقط دڅو محدودو ښکنځلمارانو روزنه وه.
دسولې فعال محترم شفیع اعظم هم ټاکنې دغربي استعمار او اشغال تداوم یادې کړي او خلک یې د یوه ملي قیام په ترڅ کې دسولې غوښتنې ته رادعوت کړي دي.
اعظم په خپل ټویټر نویشته کړي، 《که تاسې د امريکا په شتون کې رايه ورکوئ، مانا دا چې د اشغال پر تداوم راضي ياست او اعتراض نلرۍ.
که تاسې رايه ورکوئ، مانا دا چې موجوده بمبارد، انفجار او چاپو نه خوند اخلئ.
که تاسې رايه ورکوئ، مانا دا چې همېش لپاره د بد او بدترين انتخاب ځان او اولادونو ته غواړئ.
که تاسې په داسې ټيټ سترګي ژوند خوښ او اموخته ياست، بيا نو خدای ج هم نه غواړي ستاسې ژوند بدلون سره ستاسې چارو کې مداخله وکړي.》
اعظم دهغه تصویر (چې له ټاکنو سره پرې دمقاطعې اعلان شوی) په نشرولو سره لیکلي《 ټاکنې تر راتلونکو پنځه کالو د جګړې پر دوام او د افغان ملت قتل عام ته ليکلی سند ورکول دي.
ستاسې رايه د راتلونکي حکومت مشر په ټولو قتلونو او فساد کې د شراکت لاسليک دی.
زه د سولې لپاره ټاکنو ته “نه” وايم.
که ته هم سوله غواړې؛ خپل اعتراض او ملکي تلفاتو مخنيوي لپاره همدا تصوير پروفايل کړئ》
یوبل سیاسي څېړونکي او سوله غوښتونکي ذاکر جلالي هم دنورو په څېر راتلونکې ټاکنې دملت وینه تویونه، افغان وژنه او داشغال بدرنګو اهدافو سره معاونت یاد کړی.
جلالي په خپلو مختلفو ټویټونو کې لیکلي، 《موږ پوهېږو چې راتلونکې ټاکنې د سولې، ثبات او ملي يووالي لامل نه کېږي. دا هغه څه دي چې موږ يې غواړو. او راتلونکې ټاکنې به روانه سياسي ګډوډي او بېثباتي لا زياته کړي. دا ټاکنې د سولې فرصت له موږ تروړي.
نوموړی یادې ټاکنې دڅو محدودو ځناورو دهوس پوره کېدا بولي او زیاتوي، هغه ټاکنې هېڅ مشروعیت نه لري چې د څو تنو سیاستوالو د سیاسي هوس لپاره د بشپړ ولس د ملي غوښتنې (سولې) خنډ وي》!
دیادونې وړ ده چې دپخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ مطرحو سیاسي څېرو هم ټاکنې غندلي، اوددې قضیې واحد حل یې دسولې مذاکرات یاد کړي دي.
طالبانو هم په مختلفو اعلامیو کې ولسي وګړي په ټاکنو کې له ګډون منعه کړي، او دلویو حملو ګواښونه یې کړي دي.
نن سهار راهیسې دهېواد مختلفې لویې لارې دطالبانو له لوري بندې شوي، او له عامو خلکو غوښتنه شوې چې دټاکنو په ورځو کې له سفر کولو ډډه وکړي.

















